د لاس رسي وړ اتصالات

په کندوز کې د پولیو د ناروغۍ د خپریدو خطر


په کندوز کې د کتلوي معافیت مسولین وايي چې په ښار کې یې د چټلو اوبو له معایناتو معلومه کړې چې په ماحول کې د پولیو د څاڅکو اثرات شته او که یې ممانعت ونشي کیدای شي د پولیو ویروس پیدا شي.

په کندوز کې د کتلوي معافیت مسئول ډاکټر غلام جیلاني عطايي وايي چې دوي په ماحول کې د پولیو د ویروس د معلومولو په خاطر باندې د ښار چټلې اوبه معاینه کوي او معلومه کړې یې ده چې د پولیو د څاڅکو اثرات په اوبو کې لیدل شوي دي.

هغه زیاتوي چې دوي اوس په کندوز کې د پولیو د خطر احساس نه کوي خو ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو ممانعت وشي کیدای شي دغه ماحول یو ځل بیا د پولیو د ویروس لپاره مساعد شي.

هغه وویل: " مونږ په کندوز کې محیطي سرویلانس معرفي کړی دی او هغه نمونې چې مونږ لابراتوار ته لیږلي دي دا یې ثابته کړې ده چې زمونږ له خوا د پولیو د استعمال شویو واکسینو نښې په دغه نمونو کې موجود دي".

د کندوز یو بل ډاکټر عبدالبصیر رشیدي وايي چې پولیو شوي ماشومان پر کورنۍ او ټولنه بوج وي، نو حکومت هم ځکه هڅه کوي چې ټولنه او کورنۍ له ستونزو وساتي او ماشومان باید سالم رالوی شي.

دی وايي: " دولت هڅه کوي چې پولیو په هیواد کې ختمه کړي، ځکه چې که یو ماشوم په ګوزڼ اخته شي نو دا دایمي ناروغي ده او پر کورنۍ بار دی، دولت باید په ټولنه کې د پولیو د ختمولو لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي تر څو له دغه مرض څخه خلک وژغورل شي".

د کندوز یو بل مدني فعال عبدالستار وايي چې خلک پر دولت حق لري چې د صحت لپاره یې مناسبې صحي اسانتیاوې برابر کړي: "ملت پر دولت حق لري چې د خلکو لپاره صحي اسانتیا برابر کړي او د پولیو په څیر خطرناکو ناروغیو څخه یې وژغوري".

ډاکټران وايي د پولیو ویروس د ماشومانو عصبی رشتې زیانمنوي او ګوزڼ کیږي او هغه ماشومان چې د ډوډۍ خوړلو نه مخکې لاس نه مینځي په اسانۍ سره په پولیو اخته کیدای شي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG