د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات مخ په خرابیدو دي – امریکايي چارواکي


ښاغلي سټوارت د افغان ځواکونو د فعالیت په ستاینې وویل چې طالبان يې ندي پریښې چې خپلو ټاکل شوو ستراتیژیکو اهدافو ته ورسیږي
ښاغلي سټوارت د افغان ځواکونو د فعالیت په ستاینې وویل چې طالبان يې ندي پریښې چې خپلو ټاکل شوو ستراتیژیکو اهدافو ته ورسیږي

د امریکا جګپوړي استخباراتي چارواکي وایي چې د افغانستان د جگړې اوسنی بن بست کیدای شي د طالبانو او د نورو سخت دریځو ډلو په گټه تمام شي.

د امریکا د ملي استخباراتو مشر دانیل کوټس وايي په افغانستان کې حالات مخ په ورانیدو دي او وسله وال طالبان به ښايي په روان کال کې لاسته راوړنې ولري. ښاغلي کوټس په پنجشنبې د امریکا د سنا یوې غونډې ته وویل "د افغانستان د حکومت سیاسي کمزورتیا، د افغانستان د ملي امنیتي قواو کسر لکه لوړ تلفات، کمزوری مدیریت، د طالبانو مقاومت او سیمه ایزه مداخلې ددې هیواد د پرمختگ پر وړاندې عمده خنډونه دي".

د سنا همدغې غونډې ته د امریکا د متحده ایالاتو د پوځي استخباراتو مشر ډګرجنرال ونسنت سټوارت وویل امریکا باید د افغانستان د وسله والو ځواکونو د لاغښتلتیا لپاره له هغو سره مرستو ته پراختیا ورکړي.

دغه امریکايي چارواکي خبرداری ورکړ چې که داسې ونه شي، وضعیت خرابیږي او د هغه په وینا طالبان او د دولت مخالفې ډلې به د رامنځ ته شوي بن بست نه گټه پورته کړي.

ښاغلي سټوارت د افغان ځواکونو د فعالیت په ستاینې وویل چې طالبان يې ندي پریښې چې خپلو ټاکل شوو ستراتیژیک اهدافو ته ورسیږي.

دغو دواړو امریکايي چارواکو ټینګار درلود چې افغان قواوی اوس هم بهرنیو پوځي او مالي مرستو ته اړتیا لري او په ځانگړې توگه د هوایي ځواک د تجهیزاتو او تسلحیاتو په برخه کې په دې مرستو ډډه لګوي.

باور کیږي چې ولسمشر دونالد ټرمپ به د مي میاشتې پر ۲۵ د ناټو د سرمشریزې غونډې نه وړاندې د افغانستان په هکله خپله تګلاره اعلان کړي. امریکايي پوځي چارواکو افغانستان ته د اضافي امریکايي پوځیانو د استولو غوښتنه کړې ده. امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې ښایي ولسمشر ټرمپ شاوخوا ۳۰۰۰ نور امریکايي پوځيان افغانستان ته واستوي.

پر پراخو کلیوالي ساحو باندې د طالبانو د نفوذ په تائید سره چې ډیر یې رواني اثرات لري د ښاغلي سټوارت په وینا طالبانو ونه شو کړای په ثابته توگه د لویو ولسوالیو د مرکزونو په گډون د عمده مرکزونو کنترول ترلاسه کړي.

بلخوا د امریکا د ملي استخباراتو رئیس دانیل کوټس رئیس هم په دې باور دی چې په افغانستان کې وضعیت په خرابیدو دی. هغه وویل "د افغانستان د حکومت سیاسي کمزورتیا، د افغانستان د ملي امنیتي قواو کسر لکه لوړ تلفات، کمزوری مدیریت، د طالبانو مقاومت او سیمه ایزه مداخلې ددې هیواد د پرمختگ پر وړاندې عمده موانع دي.

د امریکا د داخلي استخباراتو رئیس په دې ټینگار کوي چې افغان قواوی اوس هم بهرنیو پوځي او مالي مرستو ته اړتیا لري او په ځانگړې توگه د هوایي ځواک د تجهیزاتو او تسلحیاتو په برخه کې په دې مرستو تکیه لري.

ښاغلي کوټس وویل د داعش د خراسان څانگه چې په افغانستان کې میشت ده په روان کال کې د افغانستان ثبات او همداشان د امریکا او لویدیځې نړۍ گټو ته کمزوری گواښ دی.

په پاکستان کې میشتې ترهگرې ډلې د امریکا د ملي استخباراتو د رئیس په وینا د امریکا متحده ایالاتو ته کوم جدي گواښ نه شي رامنځ ته کولی. خو د هغه په وینا بیا هم دغه ډلې په سیمه کې د امریکا گټو ته گواښ گڼل کیږي او په هند او افغانستان کې بریدونه کوي.

د پاکستاني طالبانو تحریک، جمعیت الاحرار، د هند قارې القاعده، داعش او لشکر جنگهوی، هغه سخت دریځه ترهگرې ډلې دي چې د امریکا د ملي استخباراتو د رئیس په وینا پاکستان ته امنیتي گواښونه پیښولای شي.

XS
SM
MD
LG