د لاس رسي وړ اتصالات

د ډنمارک پر صدراعظمې له برید وروسته، هغه وايي 'وضعیت مې ښه ندی'


د ډنمارک پر صدراعظمې میټ فریډریکسن باندې د جمعې په ورځ په پایتخت کوپنهاګن کې یو سړي برید کړی و.
د ډنمارک پر صدراعظمې میټ فریډریکسن باندې د جمعې په ورځ په پایتخت کوپنهاګن کې یو سړي برید کړی و.

د ډنمارک پر صدراعظمې میټ فریډریکسن باندې د پایتخت کوپنهاګن په یو څلورلاري کې له برید څو ورځې وروسته هغې د سه شنبې په ورځ جون ۱۱ (غبرګولي ۲۲) وویل چې وضعیت یې ښه ندی.

پر هغې باندې د جمعې د ورځې د برید په اړه ویل شوي چې سیاسي انګیزه نلري او په تور یې یو ۳۹ کلن پولنډی وګړی نیول شوی دی. په برید کې فریډریکسن سطحي ژوبله شوې ده.

هغې له برید وروسته د ډنمارک له رسمي تلویزیون ډي ار سره په خپله لومړنۍ مرکه کې وویل: "وضعیت مې ښه ندی او لاهم خپل اصلي حالت ته نه یم راغلې."

د ډنمارک دغې ۴۶ کلنې مشرې د بریدګر په اړه وویل: "هغه داسې یو کس و چې د هېواد صدراعظمه یې پېژندله او پر ما یې ګوزار وکړ."

هغې وويل: "د يو انسان په توګه، دا پر ما باندې بريد و. زه ووهل شوم. خو زه په دې کې شک نه لرم چې دا پر صدراعظمې باندې برید و. په دې مانا چې دا پر موږ ټولو باندې يو بريد و... زموږ په ټولنه کې هیڅ ډول تاوتریخوالی ځای نه لري."

فریډریکسن وویل چې په دې وروستیو کې د ډنمارک په سیاسي ډګر کې بدلون راغلی دی.

هغې وويل: "موږ ټول په ټولو خواوو کې ګورو، په ځانګړې توګه په منځني ختيځ کې له جګړې وروسته، د پام وړ بدلونونه راغلي دي. هغې يادونه وکړه چې "خلک په تاوتريخوالي باندې خوښیږي."

فریډریکسن وویل چې د هغې شخصي امنیتي تدابیر به په راتلونکي کې وده ومومي.

فریډریکسن په ۲۰۱۹ کې د ډنمارک تر ټولو ځوانه صدراعظمه وټاکل شوه او په ۲۰۲۲ کې یې پارلماني ټاکنې بیا وګټلې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG