د لاس رسي وړ اتصالات

ډنمارک د قران سوځولو له اعتراضونو وروسته د سرحدونو کنترول سخت کړی


د ډنمارک د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ اګست نهمه (زمري ۱۸) وویل چې په دغه هیواد او ګاونډي سویډن کې په وروستیو میاشتو کې د قران د سوځولو له مظاهرو وروسته ډنمارک د خپلو سرحدونو امنیت پیاوړی کړی دی.

وزارت په یو بیان کې وویل چې پولیسو د ډنمارک د امنیت او استخباراتو خدماتو (PET) سپارښتنې ته په پام سره دا اړینه وبلله چې "د ډنمارک په داخلي سرحدونو کې په موقتي ډول هڅې ګړندۍ کړي."

ددې اقدام له مخې چې د اګست په درېیمه د یوې اونۍ دپاره پلی شو، ډنمارکي پولیس له سویډن او جرمني سره پر پوله ځینې اوښتونکي پلټي. ددې چارې موده اوس د اګست تر ۱۷ پورې غځول شوې ده.

په ډنمارک او سویډن کې د قران د نسخو سوځولو او سپکاوي ته د یو شمیر اسلامي هیوادونو له غبرګونونو وروسته په دغو سکنډنویایي هیوادونو کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

د ډنمارک د عدلیې وزارت په بیان کې د عدلیې وزیر پیټر هملګارډ له قوله ویل شوي: "په وروستیو وختونو کې د قران سوځولو د امنیتي‌ګواښ پر اوسنۍ کچې اغیزه کړې ده. موږ په یو جدي وضعیت کې یو او د ګواښونو سره د مقابلې دپاره اړتیا لرو چې د ډنمارک په سرحدونو کې نیول شویو سختو امنیتي تدابیرو او کنټرول ته ادامه ورکړو."

په ډنمارک او سویډن دواړو هیوادونو کې چارواکي په داسې لارو چارو غور کوي چې د بیان د ازادۍ په رڼا کې هغه مظاهرې محدودې کړي چې خلک پکې د اعتراض په ډول د قران نسخو ته اور اچوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG