د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دویمې نړیوالې جګړې پوځیانو ته د درناوي مراتب وړاندي کړل. ښاغلي اوباما د فرانسې په نورماندي کې د نازي جرمني د ماتې د ورځې د ۷۰ کلیزې په مناسبت په جوړ شویو مراسمو کي ګډون وکړ.
ښاغلي اوباما د فرانسې د نورماندي په ساحل کې د اوماها په سیمه کې د یوې وینا په ترڅ کې د هغو سرتیرو ستاینه وکړه چې د انساني آزادۍ د خوندي کولو دپاره یې په داسي شرایطو کي ډیرې قربانۍ ورکړې چي انساني آزادۍ د خطر سره مخ وې.
۷۰ کاله مخکي د جون په ۶ نېټې، شاوخوا ۱۶۰ زرو متحدو قواوو د نورماندي په ساحل کې د پوځ په تاریخ کې تر ټولو ستر سمندري عملیات ترسره کړل.
سره له دې چي د ورځې په پای کې متحدو قواوو ۵۴۰۰ سرتیري له لاسه ورکړل، خو په نتیجه کې متحدو قواوو په ټولې اروپا کې بریالیتوب ترلاسه کړ.
ولسمشر اوباما وویل چې هغو سرتیرو چې په دې ورځ یې په عملیاتو کې برخه واخیستله د بشریت د تاریخ مسیر ته یې تغییر ورکړ.
ښاغلي اوباما زیاته کړه « نن مونږ نه یواځي د بریالیتوب لمانځنه کوو-- که څه هم چي مونږ پر خپلې بریا باندي ډير ویاړو. نن مونږ نه یواځي د خپلو قربانیوو درناوی کوو که څه هم چي نړۍ یې منندویه ده. مونږ نن دلته سره راغونډ شوي یوو چي پر هغې مسلې غور وکړو چي امریکا او متحدینو یې ولي د انساني آزادۍ د بقا دپاره چي د سقوط سره مخ وه، دومره قربانۍ ورکړې. مونږ نن دلته راغونډ شوي یوو چي د هغو ښځو او نارینوو داستانونه بیان کړو چي دغه قربانۍ یې ورکړې ترڅو هغوي د راتلونکي نسل په اذهانو کي ژوندي پاته وي.»
د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډ هم وویل چې د متحدو سرتیرو قربانیوو نړۍ بدله کړه « مونږ د هغو کسانو پوروړي یوو چي زمونږ په خاطر یې خپل ځانونه قربان کړل. دغه قربانۍ یو ډیر اوږد تاریخ لري او اوس یې هم تاثیرات لېدل کېږي چي عاقبت به یې د نړۍ سرنوشت ته تغییر ورکړي.»
د یادونې وړ ده چې په زرګونو پوځیان د جمعې د ورځې په مراسمو کې ګډون کوي چې په کې د دویمې نړیوالې جګړې پوځیان چې اکثره یې د ۹۰ نه زیات عمرونه لري هم شامل دي.
د جمعې د ورځې په مراسمو کي د ۱۸ هېوادونو مشرانو برخه اخیستې ده.