د لاس رسي وړ اتصالات

سیلابونو په نیجیر کې ۷۵ تنه مړه کړي‌ دي 


په نیجیر کې سیلابونه
په نیجیر کې سیلابونه

د لویدیځې افریقا په نیجیر کې چارواکي وايي چې د سختو بارانونو له کبله سیلابونه راوتلي او تر دې دمه یې لږ ترلږه ۷۵ تنه مړه کړي‌ دي.

حکومتي چارواکي وايي چې په دغو سیلابونو کې شاوخوا ۱۰۸۰۰۰ کسان اغیزمن شوي او زیانمن شوي هم دي. دغلته د جون د میاشتې راهېسې بارانونه پيل شوي دي.

په دغه هېواد کې تر ټولو زیاتې سیلاب ځپلې سیمې «مرادي، زېندر، تیلابېرې او تاهوا» دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې د افریقا په دغه هېواد کې معمولا هرکال د جون او اګست په میاشتو کې موسمي بارانونه کېږي،‌ خو په وروستیو کلونو کې دا بارانونه زیات شوي‌ او د مرګونیو سیلابونو خطرونه یې زیات کړي‌ دي.

د لا ډېرو بارانونو وړاندوینه هم شوې او د نیژیر د اوبو د سپما او ذخیره کولو ادارې د مرکز «نیامی» په اړه د خبرداري ‌اعلامیه خپره کړې ده. د نیجیر رود د مرکز په منځ کې بهېږي.

تېرکال په نیجیر کې سیلابونو لږ تر لږه ۷۰ تنه مړه او څه باندې ۲۰۰زره نور زیانمن کړل. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، د سږني موسم سیلابونه به لږ تر لږه ۳۵۰زره خلک اغیزمن کوي.

په سیلابونو سربېره، وچکالي او د «جهادي ډلو ټپلو فعالیتونو» دا سیمه ډېره خواره کړې ده. د روغتیايی برخې د څارنې ادارې وايي چې د نیجیر ۴.۴ میلیون خلک «د کافي غذا د جدي» کموالي او نشتوالي له کبله کړېږي.

XS
SM
MD
LG