د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: په هند کې سیلابونو ۴۰ تنه مړه کړي  


د هند د هوا پېژندنې اداره وايی چې را روانو څو ورځو کې به سخت بارانونه وي
د هند د هوا پېژندنې اداره وايی چې را روانو څو ورځو کې به سخت بارانونه وي

په هند کې چارواکي وایي په تېرو دریو ورځو کې د سختو بارانونو له کبله یو لړ سیلابونه راوتلي او لږ تر لږه ۴۰ تنه یې مړه کړي‌ او یو شمېر نور ورک دي.

د هند د هماچال پرادېش په ایالت کې چارواکي وايي یوازې ۳۶ کسان په دغه ایالت کې مړه شوي‌ او سلګونه بېځایه شوې کورنۍ په یوې جوړې شوې سرپناه کې ځای په ځای شوي‌ دي.

څلور نور کسان د اوتاراکند په ایالت کې په ناڅاپي طوفاني باران کې مړه شوي ‌دي. ددې ایالت چارواکي‌ وايي ۱۳ نور کسان ورک شوي ‌دي.

په دغو دواړو ایالتونو کې سلګونه کورونه هم زیانمن شوي‌ او ډېر خلک بې سرپناه شوي دي.

د ژغورنې ډلې استول شوې چې ایسار شوي‌ کسان وژغوري.

د هند د هوا پېژندنې د ادارې د اټکل په اساس په راروانو څو ورځو کې به په دغو سیمو کې، چې د همالیا غرونو ته نژدې دې، سخت بارانونه روان وي.

تېرکال په سیلابونو کې د اوتاراکند په ایالت کې ډېر کورونه ړنګ شول او لږ تر لږه ۲۰۰ کسان یې مړه کړل.

په هند کې د جون او سپتمبر په میاشتو کې موسمي بارانونه کېږي چې بیا سیلابونه راوځي او ځمکې ښوویږي ‌او خلکو ته مالي‌ او ځاني تاوانونه اوړوي.

XS
SM
MD
LG