د لاس رسي وړ اتصالات

اورښتونو او سیلابونو بنګله دیش او هند کې ۴۱ کسان وژلي


چارواکو د شنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۸) ویلي دي چې په بنګله دیش او هند کې موسمي اورښتونو او زورورو سیلابونو لږ تر لږه ۴۱ کسان وژلي او په میلیونونه نور یې زیانمن کړي دي.

سیلابونه د بنګله دیش په ټيټو سیمو کې میلیونونو کسانو ته تل یو معمول ګواښ دی، خو کارپوهان وایي چې د آب و هوا بدلون ددې لامل شوی چې سیلابونه زیات او ویجاړونکي شي چې اټکل یې هم ستونزمن شي.

د تیرې اوونۍ په ترڅ کې سخت اورښتونه ددې لامل شول چې د بنګله دیش په شمال ختیځ کې ګڼ شمیر سیمې تر اوبو لاندې شي. د هغه هیواد امنیتي ځواکونه په یو شمیر سیمو او ځایونو کې د بندو کسانو د رایستلو لپاره هم هڅې پیل کړي‌ دي.

په سیمه کې ښوونځي د شاوخوا کلیو د اوسیدونکو لپاره وروسته له هغه په سرپناه بدل شول چې د سیندونو اوبه ناڅاپه لوړې شوې.

د لوکمن په نامه د سیمې یو اوسیدونکي وویل چې د جمعې په سهار ټول کلی تر اوبو لاندې شو او هغوی بشپړه ورځ د خپل کور د بام په سر تیره کړه ترڅو د ګاونډیو له خوا د بیړیو په مرسته وژغورل شول.

پولیسو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د جمعې ورځې راهیسې د سیلابونو له امله تالندې او بریښنا ۲۱ کسان وژلي دي.

د میزانور رحمان په نامه د پولیسو یو سیمه ایز قوماندان ویلي دي چې د وژل شویو کسانو په منځ کې درې ماشومان هم شته چې تالندې او بریښنا وژلي دی.

د نوراسلام په نامه د پولیس یو بل چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي د بنګله دیش په چیتاګونګ کې څلور نور کسان هغه مهال ووژل شول چې پر کور یې غونډۍ پریوتله.

هندي چارواکو هم څرګنده کړې ده چې د پنجشنبې ورځې راهیسې د هغه هیواد په مغالا ایالت کې د ځمکې د ښوویدو او سیندونو د اوبو د سطحې لوړیدو له امله ۱۶ کسان وژل شوي‌ دي.

په ګاونډي اسام ایالت کې هم له پنځو ورځو سختو اروښتونو وروسته څه باندې ۱.۸ میلیونه کسان د سیلابونو له امله زیانمن شوي دي.

د اسام علي وزیر هیمانتا بسوا سارما خبریالانو ته ویلي دي چې د ایالت چارواکو ته یې امر کړی څو زیانمنو سره هر راز مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG