د لاس رسي وړ اتصالات

برازیل کې د توپانونو او سیلابونو تلفات ۷۸ کسانو ته لوړ شوي 


عکس ارشيف
عکس ارشيف

د برازیل د اور وژنې مسولین وایي چې د چهار شنبې په ورځ فبروي ۱۶ (سلواغې ۲۷) ددغه هیواد ریو دو ژینیرو ته نږدې په یوه توریستي ښار کې د سختو اورښتونو او توپانونو او د ځمکې د ښوویدو له امله د وژل شویو کسانو شمیر ۷۸ ته لوړ شوی دی.

برازيلي چارواکو ویلي دي چې دې سیلابونو د استوګنې شاوخوا ۸۰ کورونه ویجاړ کړي او د ژغورنې ډلو ۲۱ کسان له خاورو او ویجاړو شویو کورونو ایستلي دي.

د راپورونو له مخې، دا اورښتونه او سیلابونه چې د پټروپولیس په سیمه کې د ځمکې ښوویدنې لامل هم شوي، ۴۰۰ کسان یې له خپلو کورونو څخه بیځایه کړي دي.

د یاد ښار په یوې اعلامیه ویل شوي چې د پیښې پرمهال د پیټروپولیس د تاریخي ښار په دې سیمه کې ۱۸۰ اور وژونکي هم حاضر وو.

په داسې حال کې چې ددغه ښار ښاروالۍ حالت له ناورین څخه ډک اعلان کړی په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیو ګانې خپریږي چې ویجاړ شوي کورونه او په سیلاب کې وړل شوي موټرونه ښکاره کوي.

د فرانسې خبري آژانس څرګنده کړې چې په دغه ښار کې ګڼ شمیر هټۍ له اوبو ډکې شوې او ددغه تاریخي ښار د مرکز سړکونه له اوبو ډک شوي دي.

چارواکو که څه هم ویلي چې اوس په دې سیمه کې زورور اورښتونه تیر شوي خو اټکل کیږي چې د څو نورو ساعتونو لپاره معتدل بارانونه وشي.

د برازیل جمهور رئیس خاور بلسونارو چې په یوه رسمي سفر روسیې ته روان شوی، پر ټویټر لیکي چې له ناورین څخه خبر دی او وزارتونو ته یې امر کړی چې قربانیانو ته عاجلې مرستې ورسوي.

د روانې میلادي میاشتې په پیل کې د هغه هیواد په جنوب ختیځ په ځانګړې ډول سائوپالو ایالت او د ریو په شمالي‌ برخو کې د سختو اورښتنو، ځمکې ښوویدنې او سیلابونو له امله حد اقل ۲۸ کسان ووژل شول.

د ۲۰۱۱ کال په جنوري میاشت کې هم د برازیل د ریو دو ژینیرو په یوې غرنۍ سیمه کې د پیټروپولیس او ګاونډیو ښارونو نووا ، فریبورګو او تیریسوپولیس په ګډون په یوې پراخه جغرافیا کې د سختونو اورښتونو او ځمکې ښویدنې له امله څه باندې ۹۰۰ کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG