د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او مکسیکو په سرحد کې د دیوال پر جوړیدو لومړنۍ هوکړه


د امریکا او مکسیکو ترمنځ ګډ سرحد
د امریکا او مکسیکو ترمنځ ګډ سرحد

امریکايي قانون جوړونکو د فدرال حکومت د بیا تړل کیدو د مخنیوي او له مکسیکو سره په سرحد کې د موانع د جوړیدو د تمویل لپاره په یوې ابتدايي هوکړې سلا شوي دي.

په دې هوکړه کې له مکسیکو سره په سرحد کې د دیوال د جوړیدو لپاره د جمهور رئیس ټرمپ پیشنهادي مبلغ شامل ندی.

ډانلډ ټرمپ له کانګرس څخه غوښتي دي چې د ۲۰۱۹ کال په بودیجه کې د دیوال د جوړیدو لپاره ۵.۷ ملیارده ډالره ځانګړې کړي.

خو کانګرس ته نږدې سرچینې وايي، د دواړو ګوندونو قانون جوړونکو پر ۱.۴ میلیاردو ډالره موافقه کړېده.

سپینې ماڼۍ د تیر کال په ډسمبر میاشت ک ویلي وو غواړي چې په ۲۰۱۹ کال کې له مکسیکو سره په سرحد کې درې سوه و شپږ څلویښت کیلومتره فزیکي موانع جوړه کړي.

خو د تازه هوکړې له مخې اوس یوازې ۸۸ کیلو متره موانع جوړیږي.

د دواړو ګوندونو استازې په داسې حال کې هوکړه کوي چې جمهور رئیس ټرمپ پرون ماښام تکساس ایالت کې د وینا پرمهال یوځل بیا په جنوبي سرحد کې د دیوال په جوړیدو ټینګار وکړ.

دا تر اوسه معلومه نده چې دغه وروستۍ هوکړه د جمهور رئیس ټرمپ له خوا منل کیږي که نه؟

خو سناتور ریچارد شیلبي چې د جمهوري غوښتونکو د پلاوي مشري کوي ، هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي د هغو اړیکو پر اساس چې دی یې له سپیني ماڼۍ سره لري ، په دې باور دي چې جمهور رئیس ټرمپ به له هوکړې ملاتړ وکړي.

د امریکا په جنوبي سرحد کې د دیوال پر سر د دیموکراتانو او سپینې ماڼۍ ترمنځ اختلاف ددې لامل شوی چې د ۲۰۱۹ کال بودیجه تصویب نشي.

د بودیجې نه تصویب ددې لامل شو چې د فدرال حکومت یو شمیر برخې د ۳۵ ورځو لپاره وتړل شي.

سره له دې چې د سپینې ماڼۍ او کانګرس ترمنځ د یوې هوکړې له مخې حکومت د دریو اوونۍ لپاره بیا فعال شوی دی خو که د امریکايي قانون جوړونکو د دوشنبې پریکړه د جمهور رئیس له خوا ونه منل شي، د فبروري په ۱۵ نیټه به حکومت بیا وتړل شي.

جنوبي سرحد کې دیوال
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00

XS
SM
MD
LG