د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: دیوال ومنئ، د ناقانونه مهاجرو د اولادو د اوسېدو موده غځوم


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي چې د سرحدي دیوال د جوړولو لپاره په بودجې باندې د دموکراتانو د موافقې په صورت کې به د داکا په نامه د غیر قانوني مهاجرینو د اولادونو د اوسیدو موده وغځول شي او د دولت تړل شوې ادارې به پرانستل شي.

جمهور رئیس ټرمپ په خپلو څرگندونو کې چې د سپینې ماڼۍ نه په ژوندۍ بڼه خپریدې وویل چې د مهاجرت د کنترول لپاره ٢٧٥٠ نویو فدرالي مامورینو ته اړتیا ده او همداشان د مکسیکو او امریکا ترمنځ سرحد باندې د دیوال او موانعو جوړولو لپاره ٥،٧ میلیارد ډالر پکار دي.

ښاغلي ټرمپ وویل چې ددغو پیسو له جملې نه به ٨٠٠ میلیون ډالرپه بېړنیو بشري مرستو، ٨٠٥ میلیون ډالر د امریکا په پولو کې د مخدره توکیو د تشخیص لپاره وکارول شي. هغه وویل چې د مهاجرت د شاوخوا ٩٠٠ زرو دوسیو د څیړلو لپاره ٧٥ نویو قاضیانو ته اړتیا ده.

ښاغلي ټرمپ وویل چې له زیاتې مودې راهیسې د امریکا د مهاجرت نظام گډ وډ دی. هغه زیاته کړه چې "چپ اړخه رادیکالان هیڅکله زمونږ پولې نشي کنترولولای. هیڅکله به داسې کار ته اجازه ورنکړو".

ښاغلي ټرمپ وویل چې د امریکا په جنوبي سرحدونو کې انساني قاچاق او مخدره توکي د ستر ناورین سبب شوي دي.

جمهور رئیس ټرمپ وویل چې په انتخاباتي کمپاین کې یې ژمنه کړې وه چې دا کړکیچ به حل کړي او خپلې ژمنې ته متعهد دی. هغه وویل چې دغه کړکیچونه حل کیږي که سیاسي شهامت موجود وي او دواړه اړخونه (دموکراتان او جمهوري غوښتونکي) خپل اختلافونه حل کړي.

خو د جمهور رئیس ټرمپ دغه وړاندیز د دموکرات گوند له خوا رد شو. په کانگرس کې دموکراتانو د ښاغلي ټرمپ له وینا دمخه غبرگون وښود او د جمهور رئیس ټرمپ وړاندیز یې د منلو وړ ون گاڼه.

د استازو مجلس رئیسې نانسي پلوسي وویل چې د ښاغلي ټرمپ په وړاندیز کې کوم نوی شی نشته او دغه وړاندیز د منلو وړ ندی.

ننسی پلوسی ویلي چې دموکراتان د سرحدي دیوال پر ځای د سرحد د ساتنې لپاره پر هوښیارو (الکترونیکي) لارو چارو ټینگار کوي. هغې زیاته کړه چې دموکراتان په روانه اونۍ کې شپږ نوې طرحې وړاندې کوي چې که جمهوري غوښتونکي ورته رایه ورکړي کیدای د مذاکرې لپاره ښه پیل وي.

د امریکا د فدرالي حکومت یوه برخه د ٢٠١٨ کال د دسمبر په ٢٢ وتړل شوې چې د جنورۍ تر ٢٠ یې لا هم د پرانستلو څرک نه لیدل کیږي.

جمهور رئیس ټرمپ ویلي وو چې که د مکسیکو پر پوله د دیوال او موانعو جوړولو لپاره ورته ٥،٧ میلیارد ډالر کانگرس تصویب نکړي کیدای شي حکومت په میاشتو او یا هم په کلونو تړلی وي.

XS
SM
MD
LG