د لاس رسي وړ اتصالات

د فدرال حکومت خلاصیدو ته د امریکا د سنا مجلس هڅه


د سنا مجلس مشر مچ مکانل
د سنا مجلس مشر مچ مکانل

د امریکا د متحده ایالتونو سنا مجلس پلان لري چې د پنجشنبې په ورځ د ( جنوري ۲۴) د دواړو ګوندونو مسودو ته رایه ورکړي.

د امریکا د سنا مجلس دیموکرات او جمهوري غوښتونکي مشران د سه شنبې په ورځ په دې سلا شول چې په جنوبي سرحد کې د دیوال د جوړیدو لپاره د بودیجې او د فبروري تر اتمې نیټې پورې حکومت ته د بودیجې د ورکولو په اړه د استازو د مجلس منظور شوې مسودې ته رایه ورکړي.

که د جمهوري غوښتونکو پیشنهاد منظور شي، دا سند به د تصویب په هدف د استازو مجلس ته واستول شي.

د کانګرس مشره نانسي پلوسې خبریالانو ته وویل، دیموکراتان به د حکومت تر پرانیستل کیدو مخکې د جمهور رئیس ټرمپ پلان ته رایه ورنکړي ځکه هغه تر اوسه په خپل دریځ کلک ولاړ دی.

دیموکراتانو همدارنګه په کانګرس کې د جمهور رئیس ټرمپ هغه وړاندیز رد کړ چې ګواکې نوموړی به له مکسیکو سره په سرحد کې دیوال ته د بودیجې د ورکولو په صورت کې یو شمیر کډوالو ته چې په ماشومتوب کې په غیر قانوني ډول امریکا ته راوړل شوي د اوسیدو موده غځوي.

که جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان تر پنجشنبې پورې د فدرال حکومت د پرانیستلو پر سر هوکړې ته ونه رسیږي فدرال کارکوونکي به د جمعې په ورځ له دویمې تنخا هم بې برخې شي.

له دې وړاندې د امریکا سترې محکمې اعلان وکړ چې له ډاکا پروګرام سره به کار نلري او وروستۍ پریکړه به په خپل ځای وي.

دواړه مسودې د منظوریدو په هدف ۶۰ رایو ته اړتیا لري خو که دا کار ونشي ممکن نور فدرال کارکوونکي هم مرستو او وړیا خوړو ته محتاج شي.

د فدرال حکومت د بندیدو اغیز

د امریکا د فدرال حکومت د بندیو په لړ کې د سرحدونو د خوندیتوب هغه نړیوال کنفرانس چې ټاکل شوې وه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب په سکاټلند کې جوړ شي لغوه شوی دی.

په دې کفنرانس کې د نړۍ د ۸۵ هیوادونو ۲۵۰ کارپوهانو برخه اخیسته چې د فبروري په نمايي کې پلان شوي وو.

فدرال حکومت
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00

XS
SM
MD
LG