د لاس رسي وړ اتصالات

غزه کې اوربند پای ته رسېدلی او خونړۍ جګړه پیل شوې


د غزې ښار په ځینو برخو کې د درنې جګړې راپور ورکړل شوی.
د غزې ښار په ځینو برخو کې د درنې جګړې راپور ورکړل شوی.

په غزه کې د جمعې په ورځ ډسمبر اوله (لیندۍ ۱۰) وروسته له هغه سخته جګړه پیل شوه چې د اسرائیل او حماس تر منځ د یوې اونۍ اوربند پای ته ورسید.

راپورونه وايي، اسرائیل د غزې په ګڼ میشتو سیمو کې د حماس په مشکوکو پټنځایونو بمباري پیل کړې ده.

د غزې په تړانګه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت وویل چې نن په ځايي وخت سهار په اوو بجو د اوربند د پای ته رسېدو وروسته، په لومړیو ساعتونو کې ۲۹ تنه وژل شوي دي.

فرانس پرس په شمالي او جنوبي غزه کې د بمباریو خبر ورکړی. د اسرائیل پوځ ویلي چې جنګي الوتکو یې په غزه کې د حماس پر اهدافو "بریدونه" پیل کړي دي.

جګړه لږ وروسته وروسته له هغه پیل شوه چې د اسرائیل پوځ وویل چې دوی د غزې څخه توغول شوی یو توغندی شنډ کړی دی. د نومبر په ۲۴ د پیل شوي اوربند د پای ته رسېدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې له غزې څخه د یو توغندي د غوغېدو خبر ورکول کیږي.

حماس ته نږدې یوې سرچینې فرانس پرس ته وویل چې د دې ډلې وسله والې څانګې "د جګړې د بیا پیلولو" او "د غزې د تړانګې د دفاع" امر ترلاسه کړی دی.

د غزې ښار په ځینو برخو کې د درنې جګړې راپور ورکړل شوی.

په خان یونس کې، قهرېدلو مظاهره کوونکو له ځان سره په کفن کې پوښل شوی یو جسد لیږداوه او د "الله اکبر" شعارونه یې ورکول.

د جنوبي غزې اوسېدونکي ۲۲ کلن انس ابو دغا، د سیمې په یو روغتون کې فرانس پرس ته وویل: "سخته جګړه بیا پیل شوې ده."

په اسرائیل کې، غزې ته نږدې په څو سیمو کې د احتمالي توغندیو د خبرداري اعلانونه غږول شوي، او چارواکو ویلي چې دوی په سیمه کې د ښوونځیو تړلو په شمول امنیتي تدابیر بیا پلي کړي دي.

ددې شخړې منځګړي هېواد قطر د تاوتریخوالي د بندېدو غوښتنه کړې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وویل چې بمبارۍ "د منځګړیتوب هڅې پیچلې کوي او په غزه کې بشري ناورین لا پسې زیاتوي." وزارت له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د تاوتریخوالي د بندولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

د قطر ترڅنګ مصر او متحده ایالات هم د شخړې د هواري دپاره په ډیپلوماتیکو هلوځلو کې شامل دي.

'روانې خبرې اترې'

د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي چې د حماس لخوا د اوربند د "سرغړونې" وروسته جګړه بیا پیل شوې ده.

دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل: "د اسرائیل حکومت ژمن دی چې د جګړې اهدافو ته ورسیږي: د یرغمل شویو خوشې کول، د حماس له منځه وړل او دا یقیني کول چې غزه بیا هیڅکله د اسرائیل اوسیدونکو ته ګواښ نه جوړوي."

یوې سرچینې د سولې د مذاکراتو په اړه وویل، د جګړې له بیا پیل سره سره، د قطري او مصري منځګړو ترمنځ خبرې "روانې" وې.

حماس د اووه ورځني اوربند په ترڅ کې د ۲۴۰ فلسطیني بندیانو په بدل کې ۸۰ اسرائیلي یرغمل خوشې کړل. په دغه ترڅ کې غزې ته، چې شاوخوا ۸۰ سلنه وګړي یې بې ځایه شوي او د خوړو او اوبو له کمښت سره مخ دي، نورې مرستې رسېدلي دي.

نور ۲۵ یرغمل شوي، چې ډیری یې تایلینډیان دي، هم د اوربند د موافقې له ساحې بهر خوشې شوي.

د پنجشنبې په ورځ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د اسرائیل او فلسطیني چارواکو سره وکتل. بلینکن له دواړو لوریو څخه یې د اوربند د غځولو غوښتنه وکړه، او خبرداری یې ورکړ چې د جګړې د بیا پیل کېدو په صورت کې باید د فلسطینی ملکي وګړو ساتنه وشي.

د نړۍ نورو مشرانو او مرستندویه ادارو هم د اوربند د غځولو غوښتنه کړې ده.

د حماس وسله وال د اکتوبر په اوومه د غزې او اسرائیل ترمنځ له پوځي پولې واوښتل او د اسرائیل په تاریخ کې یې تر ټولو خونړی برید وکړ. اسرائیل وايي، په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي او شاوخوا ۲۴۰ نور یرغمل شوي دي.

په ځواب کې اسرائیل په غزه کې بمبارۍ او ځمکني عملیات پیل کړل، چې د حماس حکومت وايي، تر اوسه یې ۱۵۰۰۰ کسان وژلي، چې زرګونه یې ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG