د اندونيزيا يو چارواکي نن يکشنبه مارچ لسمه (کب ۲۰) وويل، چې د دغه هېواد په سوماترا ټاپو کې د سیلابونو او ځمکې ښويېدنې له امله د مړو شمیر ۲۱ تنو ته رسیدلی دی.
د اندونیزیا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې یو چارواکي ویلي، لږ تر لږه شپږ نور کسان لا هم بې درکه دي.
د تیرې پنجشنبې د ورځې سخت بارانونه په سوماترا ولایت کې د سیلابونو او ځمکې ښویېدنې لامل شول او څه دپاسه ۷۵ زره کسان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شول.
د لټون او ژغورنې د ماموریت یو ځایي چارواکي عبدالمالک وویل، ژغورونکو د یکشنبې په ورځ هم د لټون عملیاتو ته دوام ورکړ. هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې د بیړنیو پیښو په وړاندې د غبرګون ادارو ١٥٠ کسان شامل دي.
د اندونیزیا د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې د یوې اعلامیې له مخې، ددې اونۍ په پیل کې په پاډنګ پریمان او لویدیځه سماترا کې سخت بارانونه د سیندونو د اوبو د سطحې د لوړیدو، د ناڅاپي سیلابونو د راوتلو او د ځمکې ښویېدنې لامل شوي دي.
په اندونیزیا کې، د ځمکې ښویېدنې پیښې معمول دي او د موسمي بارانونو پر وخت رامنځته کیږي. دا ستونزه په ځینو ځایونو کې د ځنګلونو د وهلو له امله لاپسې زیاته شوې ده.
فورم \ دبحث خونه