د لاس رسي وړ اتصالات

موسمي طوفانونو اندونیزیا او ختیځ تیمور کې ۱۵۰ تنه مړه کړي 


په اندونیزیا کې هر کال موسي طوفانونه او بارانونه یو شمېر کسان مړه کړي
په اندونیزیا کې هر کال موسي طوفانونه او بارانونه یو شمېر کسان مړه کړي

د اندونیزیا په بېلا بېلو ټاپوګانونو کې د ګرمو موسمي طوفانونو له کبله شاوخوا ۷۲ تنه ورک دي او چارواکو یې لټون پیل کړی دی.

دغلته له یو لړ سختو بارانونو وروسته سیلابونه ووتل چې په ځینو برخو کې یې ځمکې وښوییدې، پلونه ونړېدل، ونې وغورځېدې او سړکونو ته خټې راووتلې چې له کبله یې د ورکو شویو کسانو لټون هم ټکنی شوی دی.

د دغه طوفان نوم «سیروجا» ښودل شوی دی.

په اندونیزیا کې لږ تر لږه ۱۲۸ کسان مړه شوي او د زرګونو نورو کورونه خراب شوي او له سیمې وتلي دي.

یوه تر ټولو خطرناکه پېښه د لمباټا په ټاپو کې وشوه چې د باران له کبله هلته اورغورځوونکی غر وپارېده، اور شېندل یې پیل کړل او یو شمېر کورونه یې ړنګ کړل.

د اندونیزیا په ګاونډ ختیځ‌ تیمور کې هم دغه طوفان ډیر ورانی کړی او ۲۷ کسان یې مړه کړي دي.

په اندونیزیا کې هر کال موسمي بارانونه، طوفانونه او سیلابونه یو شمېر کسان مړه کوي او نورې خرابې هم کوي.

د جنورۍ په میاشت کې په همداسې پېښو کې په اندونیزیا کې ۴۰ تنه مړه شول.

د طبیعي پېښو سره د اندونیزیا د مبارزې ادراه وايي چې د ارام اقیانوس په شاوخوا کې د مېشت نفوس نیمايي یې په هغو سیمو کې اوسیږي چې د ځمکو د ښوییدو خطر په کې زیات دی.

XS
SM
MD
LG