د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما طالبانو ته: د نجونو د ښوونځیو په اړه اقدامات او رسنیو سره رغنده خبرې وکړئ


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ (یوناما) مشرې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه خپلې اندېښنې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر سره شریکې کړي دي.

آغلې لاينز ښوونځيو ته دټولو نجونو د بيرته ورګرځيدو لپاره دبيړنيو ګامونو دپورته کولو غوښتنه وکړه. درسنيو پروړاندې دمحدودیتونو او ګواښونو په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره هغې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه وغوښتل چې له ژورناليستانو سره رغنده خبرې اترې پيل کړي

یو ناما طالبانو ته: د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره اقداماتو او رسنیو سره رغنده خبرې وکړئ

یوناما د شنبې په ورځ ناوخته اپرېل نهمه (وري ۲۰) ویلي: "ديبرا لاينز او ملا خيرالله خيرخواه نن د زده کړو او درسنيو پر ازادۍ خبرې وکړې... درسنيو پر وړاندې دمحدودیتونو او ګواښونو په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره هغې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه وغوښتل چې له ژورناليستانو سره رغنده خبرې اترې پيل کړي."

آغلې لاينز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست خیر الله خیرخوا سره لیدنه کې ښوونځيو ته د ټولو نجونو د بيرته ورګرځيدو په اړه د بيړنيو ګامونو پورته کولو غوښتنه هم کړې ده.

د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو د معلوماتو په اساس پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د یادو بنسټونو د معلوماتو په اساس په وروستیو اونیو کې په کابل، کندهار ،هرات او ځینو نورو ولایتونو کې څو تنه خبریالان د طالبانو لخوا نیول شوي دي چې په خبره یې دغه کار غبرګونونه پارولي دي.

په خبریالانو د کار ساحه تنګه شوې

پر همدې مهال یو شمېر خبریالان وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو په وړاندې د کار کړۍ تنګیږي او په خبره یې طالبانو له بېلابېلو لارو پر هغوی فشار راوړی دی.

له دغه خبریالانو څخه یوه تن د امنیتي ستونزو له امله د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د وهلو، ټکولو، او ګواښونو له امله ګڼ شمېر خبریالان مجبور شوي چې خپل مسلک پريږدي او یا هم غواړي له هیواد څخه ووځي.

دغه افغان خبریالان ټینګار کوي چې د طالبانو د فشار له امله ګڼې رسنۍ او خبریالان مجبور شوي چې د طالبانو اړوند انتقادي مسائل لیري کړي او خپل ځان سانسور کړي.

دا په داسې حال کیده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) دوې ورځې مخکې هم د طالبانو لخوا د خبریالانو د خپل سرو نیونو په اړه اندېښنه ښودلې وه او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي و چې د رسنیو وېرول پای ته ورسوي.

یوناما ویلي و چې د طالبانو له خوا د ژورنالیستانو او د رسنیو د کارکونکو دخپلسرو توقیفونو د کمیدو کومه نښه نه ښکاري او په خبره یې په دغسې مواردو کې توقيف شوي له بهرسره د اړيکې نيولو اجازه نلري.

په تازه پېښه کې په غور ولایت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازی غلام رباني هدفمند او یو بل سیمه ییز خبریال ګل احمد خسرو نیول شوي و.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې طالبانو ښاغلی خسرو تر څو ساعتونو وروسته خوشي کړی، خو د دغه کمېټې د سیمه ییز مسؤل برخلیک تر دا مهاله معلوم نه دی.

یادې کمېټې له طالبانو څخه غوښتي و چې باید ژر تر ژره د دوی ولایتي مسؤل خوشي کړي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ازادو خبریالانو ټولنې هم په دغه هیواد کې د رسنیو په وړاندې د محدودیتونو او خبریالانو سره د چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

یادې ټولنې ویلي و چې د دوی د معلوماتو په اساس په وروستۍ اوو میاشتو کې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۱۴ قضیې ثبت شوي دي چې په خبره یې زیاتې د طالبانو لخوا تر سره شوي دي. د طالبانو حکومت تر دا مهاله له خبریالانو سره د زور زیاتي او نیونو په اړه د یوناما د اندېښنو په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې ویلي و چې مطبوعات باید د قانون په چوکاټ کې فعالیت وکړي.

XS
SM
MD
LG