د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د رسنیو په وړاندې د خنډونو لیرې کولو هڅې روانې دي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، «اسلامي امارت» د رسنیو ازادۍ ته ژمن دی او په دې اړه خپاره شوي راپورونه او تشویشونه تر غور لاندې لاندې دي.

ښاغلي مجاهد نن شنبه فبرورۍ پنځمه (سلواغې ۱۶) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې رسنۍ هم باید بې پرېوالي، اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمنې وي.

هغه زیاته کړې: "اسلامي امارت د رسنیو آزادۍ ته ژمن دی، خو رسنۍ هم مکلفیت لري چې بې پرې او اسلامي او ملي ارزښتونوته ژمنې وي. موږ هڅه کوو چې د رسنیو په وړاندې ټول خنډونه لرې کړو، او له رسنیو هم غواړو چې د رسنیو قانون ته درناوی ولري. په دې اړه خپاره شوي راپورونه او تشویشونه تر غور لاندې دي."

د طالبانو حکومت پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې په کابل کې د طالبانو اړوند کسانو لخوا د افغان خبریالانو د نیول کېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان پرون جمعه د فبرورۍ په څلورمه (سلواغې ۱۵) پخپل راپور کې ویلي چې د طالبانو استخباراتي او امنیتي مامورینو په افغانستان کې ددې ډلې له واکمن کیدو راهیسې لږ تر لږه ۵۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي.

د خبریالانو د ملاتړ دغه اداره وايي، خبریالان کله نا کله له تاوتریخوالي سره هم مخ شوي دي.

د بې پولې خبريالانو د راپور له مخې په تېرو دوو مياشتو کې په افغانستان کې د خبريالانو ګواښل، احضار او "خپلسري" نيول زيات شوي دي.

بې پولې خبريالانو ویلي دي: "د استخباراتو او امر به معروف و نهی عن المنکر وزارت لاسوهنه او ګواښونه د ډله ييزو رسنيو د قانون خلاف دي او موږ يې غندو."

راپور د بې پولې خبریالانو د ایران-افغانستان د دفتر د مشر رضا معیني له قوله ویلي، "ژورنالیستان باید وکولای شي چې په ازاده توګه او د نیول کېدو او شکنجې له وېرې پرته خپل کار ته دوام ورکړي. دا ګواښونه غیر قانوني دي او د ډله ییزو رسنیو له قانون څخه سرغړونه ده. پر خبریالانو باندې زیات فشار واردول د اطلاعاتو د ازادۍ محدودول دي."

بلخوا د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تیره اونۍ وویل چې د رامنځته شوو ستونزو د هواري په هدف د رسنیزو سرغړونو د نوي کمیسیون پر رامنځته کېدو باندې کار کوی.

د طالبانو د حکومت ویاند او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد تیره چهارشنبه په کابل کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په غونډه کې وویل چې په دې سره به د سوی تفاهم مخه ونیول شي او رامنځته شوي ستونزې به د دغه کمېسیون له لارې هوارې شي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې د دغه کمېسیون په رامنځته کېدو سره هیڅ بنسټ او وزارتونه د خبریالانو په کارونو کې مداخله نشي کولای. هغه همدارنګه وویل چې اطلاعاتو د لاس رسي کمېسیون او اطلاعاتو ته د لاس رسي حق د قانون په اړه هم کار روان دی او په خبره یې پایلې به یې ډېر ژر له رسنیو سره شریکې شي.

XS
SM
MD
LG