د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ویروس؛ تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۲۸ کسان واکسین شوي


افغانستان کې د روغتیايي کار کوونکو، ښوونکو او د رسنیو کارکوونکو د واکسین بهیر روان دی
افغانستان کې د روغتیايي کار کوونکو، ښوونکو او د رسنیو کارکوونکو د واکسین بهیر روان دی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تر دامهاله په دغه هیواد کې ۳۷۷۳۶ تنو روغتیايي کار کوونکو، د رسنیو کار کوونکو او ښوونکو ته د کرونا ویروس ضد واکسین ورکړل شوی دی.

روغتیا وزارت نن چهارشنبه مارچ لسمه (کب ۲۰) ویلي چې یاد کسان د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې واکسین شوي دي.

د وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۱۱ روغتیايي کار کوونکي،۸۹ ښوونکي او ۲۸ د رسنیو کار کوونکي واکسین شوي دي.

په افغانستان کې د هند لخوا د جوړ شوي کرونا ویروس ضد واکسین لګولو بهیر د روانې کب میاشتې پر پنځمه نېټه پيل شو.

هند د لومړي ځل لپاره روانه میاشت له افغانستان سره د ۵۰۰زره ډوزه کرونا واکسین مرسته وکړه چې د روغتیا وزارت په وینا ۲۵۰زره کسانو ته به ولګول شي.

بلخوا وړمه ورځ یونیسف هم د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ او د کواکس پروګرام په همکارۍ له افغانستان سره د کروناویروس ۴۶۸۰۰۰ ډوزه واکسین مرسته وکړه.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس خپرېدو له پيل څخه بیا تر دا مهاله افغانستان کې د کرونا ویروس ۵۵۴۹۸ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

همدارنګه په دغه هیواد کې ۲۴۵۱ تنه له کرونا ویروس څخه مړه شوي او ۴۹۴۰۹ تنه بیرته روغ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او وروسته نورې نړۍ ته خپور شو.

XS
SM
MD
LG