د لاس رسي وړ اتصالات

امرالله صالح: کابل کې جنايي جرمونه کابو صفر شوي دي


د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال وايي چې په کابل ښار کې د جنايي جرمونو کچه کابو صفر ته ټیټه شوې ده.

امرالله صالح د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۹ (لړم ۸) په خپل فیسبوک‌پاڼه کې لیکلي چې په کابل کې جنايي جرمونو په تړاو د نن ورځې ارزونې ښیي چې په دغه ښار کې د موبایلونو او موټرو غلا، وسله‌والې غلاوې، د خلکو ځورول، باج اخیستل او په علني توګه د مخدره موادو پلورل چې د ښار اوسېدونکي یې په تنګ کړي وو اوس کابو پای ته رسېدلي دي.

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال زیاته کړې ده: "لکه څنګه چې مو ژمنه کړې وه اکثره شکمن کسان تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې راوستل شول او یو شمیر هغو شکمنو کسانو چې وسله‌وال ضد وکړ ونیول شول".

د ښاغلي صالح په وینا هڅې روانې دي چې په کابل ښار کې د جرمونو کچه صفر شي او په دې برخه کې به په هره ناحیه کې د امنیتي ځواکونو اقدامات له رسنیو او خلکو سره شریک شي.

خو نوموړي د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د یوې ښځې د وژلو پېښې ته په اشارې ویلي چې لا هم په کورونو کې دننه له ښځو سره تاوتریخوالی دوام لري.

د هغه په وینا یو افغان چې د خپلې ښځې د وژلو لپاره له فرانسې څخه کابل ته راغلی و د خپلې ښځې له وژنې وروسته په پغمان کې نیول شوی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال همداشان ویلي چې په کابل ښار کې له جنايي جرمونو سره له مبارزې وروسته اوس دا لړۍ ولسوالیو ته هم غځول شوې ده.

ښاغلي صالح ویلي: "له ولسوالیو سره زموږ کار پیل شو. نن مو د پغمان او موسهي وضعیت په تفصیلي توګه واورېده. پروګرام دا دی چې د خلکو په همکارۍ به د پغمان او موسهي د ټولو اغیزمن شویو سیمو درملنه وشي".

په کابل کې د جنايي جرمونو په تړاو د خلکو له پراخو شکایتونو وروسته د افغانستان جمهور رئیس شاوخوا دوه اونۍ مخکې خپل لومړي مرستیال ته د ښار د امنیت او د جنايي جرایمو د له منځه وړلو مسولیت وروسپاره.

XS
SM
MD
LG