د لاس رسي وړ اتصالات

میدان وردګ او کابل کې چاودنو پنځه کسان وژلي


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

د میدان وردک ولایت ځايي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله دوه ملکیان وژل شوي او درې نور پکې ټپیان دي.

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفرت په اعلامیه کې ویل شوي: "تېره شپه د میدان وردګو ولایت جلرېز ولسوالۍ ته په غځېدلې لار کوټه عشرو سيمه کې د وسله والو مخالفینو د سړک غاړې ماین په چاودنه کې څلور نارینه ملکي کسان شهیدان شوي دي...ددې تر څنګ نن سهار د چک ولسوالۍ کې بله ماین چاودنه کې د مازدا موټروان عبدالصمد په شهادت رسېدلی دی."

د جلریز ولسوال خلیل الله خلیلي امریکا غږ ته وویل چې د یادې ولسوالۍ په چاودنه کې درې تنه هم ټپیان شوي او روغتون ته انتقال شوي دي.

تر اوسه د دغو چاودنو مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو د میدان وردګ ولایت مسوولین وايي چې دغه ماینونه وسله والو طالبانو ځای پر ځای کړی و.

تیره اونۍ په جلریز ولسوالۍ کې د سړک غاړې دوو ماین چاودنو کې ۱۲ ملکي وګړي هم وژل شوي و.

د کابل چاودنه

د کابل پولیس وايي چې د دغه ښار د شپږمې حوزې په سیمې کې یو مقناطیسي مین چاودنه کړې ده چې په پایله کې درې ملیکان ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه نن دوشنبه اکتوبر ۲۶ (تله ۵) په امید ښارګوټي کې شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز په دې اړه خبریالانو ته وویل چې بمب په موتر کې ځای پر ځای شوی و.

د یادې چاودنې مسوولیت هم کومې ډلې یا کوم شخص پر غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG