د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د امبولانسونو پرمخ لارې بندې وې


دغه امبولانس په ۲۰۱۴ کال اپریل کې په کابل کې زخمیان لیږدول
دغه امبولانس په ۲۰۱۴ کال اپریل کې په کابل کې زخمیان لیږدول

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د کابل امبولانس چارواکي وايي د شنبې جولای په ۲۳ مه ورځ په کابل کې د لاریون پرمهال د ځینو سړکونو تړل کیدل، د ټپیانو د لیږد بهیر پڅ کړې و او په ځینو برخو کې له ستونزو سره مخ و.

د شنبې ورځې د پیښې د قربانیانو خپلوان وايي په خپل وخت روغتون ته د ټپيانو نه رسیدلو سره د تلفاتو زیاتیدو سبب شو.

د کابل په دهمزنګ پيښه کې شاوخوا ۹۰ ټپیان او ۱۷ مړي په لومړیو شیبو کې د استقلال او ابن سینا روغتون ته ورسول شوو چې د پیښې ځای ته نژدې روغتونونه دي. د استقلال د روغتون رئیس محمدصابر نصیب اشنا تلویزون ته وویل د پيښې د قربانیانو په رسیدو سره د روغتون بڼه بلکل بدله شوې وه، خو ښه خبره داوه چې مونږ پوره ترتیبات لرو او د پیښې رامنځ شوې صحي ستونزه مو مدیریت کړه.

روغتون ته د دهمزنګ د برید قربانیانو په انتقال کې عامو خلکو هم کمک کؤو
روغتون ته د دهمزنګ د برید قربانیانو په انتقال کې عامو خلکو هم کمک کؤو

خو د ایمرجنسي،سردار محمد داود خان او نورو روغتونونو ته غځیدلې لارې د امنیتي ځواکونو لخوا تړل شوې وې،ډیری په دې آند دي چې د تړلو سړکونو له کبله د تلفاتو په کچه کې زیاتوالی راغلی دی. د نورمحمد په نوم د دهمزنګ د پیښې یو قرباني وویل د ټپیانو په رسولو کې مو ولیدل چې ځنې لارې بندې وی او همدا کار د مړو زیاتیدو سبب شو.

د کابل ښار د عمومي سړکونو تړل کیدل کابل امبولانس هم له ستونزو سره مخ کړی و. د کابل امبولانس ادارې مشر عالم عاصم وویل پدې پوهیدو چې که چیرې ټپيان په خپل وخت ونه لیږدول شي نو وضعیت یې خرابیږي، خو دوئ په بیړه د پيښې ساحې ته ورسیدل.

د عامې روغتیا وزارت د کابل امبولانس د چټک فعالیت ستاینه وکړه او وایي ټپیان او مړي یي په خپل وخت روغتونونو ته ورسول. خو یادونه کوي چې د سړکونو تړل کیدل روغتیايي خدمات له ننګونو سره مخ کوي.

د پیښو پرمهال او د چارواکو د تګ راتګ پرمهال د سړکونو تړل کیدل اوس په افغانستان کې په یو دود بدل شوی.

XS
SM
MD
LG