د لاس رسي وړ اتصالات

دیموکراتان د ټرمپ - روسیې پر اړیکو د تحقیق بشپړ متن غواړي


د امریکا د متحده ایالتونو د کانګرس دیموکرات غړي د روسیې په اړه د مولر د تحقیقاتو د بشپړ راپور په خپریدو ټینګار کوي.

د رابرت مولر په مشرۍ ځانګړي تحقیقاتي کمیسیون د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په اړه د خپلو څیړنو پایلې تیره اوونۍ ددې هیواد لوی څارنوال ویلیم بار سره شریکي کړې.

دیموکرات قانون جوړونکي وايي لوی څارنوال باید ددې څیړنو پوره متن له امریکایانو او کانګرس سره شریک کړي، خو جمهوري غوښتونکي قانون جوړونکي وايي لوی څارنوال باید په دې اړه محتاطانه عمل وکړي.

لوي څارنوال یوازې د راپور خلص له قانون جوړونکو سره شریک کړی دی.

د روسیې د اړیکو په اړه شوې څیړنې ښکاره کوي چې د ډانلډ ټرمپ او روسانو ترمنځ هیڅ ډول جوړجاړی نشته، خو حقیقت موندونکي کمیسیون دا مشخصه کړې نده چې آیا جمهور رئیس د روسیې په اړه د څیړنو د اخلال کولو هڅه کړېده که نه؟

ځانګړي کمیسیون په دې اړه د پریکړې مسولیت لوی څارنوال ته سپارلی دی، خو دیموکرات قانون جوړونکي وايي لوی څارنوال ددغو څیړنو یو مخالف وو او نشي کولای په دې اړه بیطرفه پریکړه وکړي.

دیموکراتانو لوی څارنوال ته د اپریل تر دویمې نیټې وخت ورکړی چې د څیړنو پوره متن کانګرس سره شریک کړي.

که لوی څارنوال دا کار ونکړي د استازو د مجلس قضایه کمیټې ویلې دوی به هغه احضار کړي.

XS
SM
MD
LG