د لاس رسي وړ اتصالات

 اسپانیا د امریکا په غوښتنه پوتین ته نژدې د یو روسي میلیاردر کښتۍ ونیوله 


د اسپانیا پولیسو د دوشنبې په ورځ اپریل څلورمه (وري ۱۵) وویل چې ددې هیواد مقاماتو د اسپانیا په اوبو کې یو ستره تفریحي کښتۍ ونیوله چې مالک یې د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یو نژدې روسی میلیاردر دی.

د اسپانیې پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د تانګو په نامه دغه ۷۸ متره اوږده تفریحي کښتۍ د اسپانیا د مدیترانې بحیرې د پالما دی ملاورکا په بندر کې د اسپانیا پولیسو او د متحده ایالاتو د فدرالي مامور په همغږۍ درول شوی او توقیف شوې ده.

اعلامیه وایي دغه تفریحي کښتۍ څه دپاسه ۹۹میلیونه ډالر ارزښت لري او مالک یې روسی میلیاردر ویکتور ویکسلبرګ دی چې د رینووا ګروپ مشر او ښاغلي پوتین ته ډیر نژدې شخص دی.

رینووا او یو شمیر نورې روسي کمپنۍ په ۲۰۱۸ کال کې د واشنګټن د هڅو په ترڅ کې د متحده ایالاتو د بندیزونو په لست کې شاملې شوي چې مسکو ته «پر لویدیځو دموکراسیو» باندې د بریدونو په وجه سزا ورکړي.

اعلامیې زیاته کړې، پداسې حال کې ښاغلي ویکسلبرګ «اوسمهال» د اروپایي ټولنې د بندیزونو هدف ندی، هغه په متحده ایالاتو کې پدې خاطر تر پلټنو لاندې دی چې هڅه یې کړې ددغه کښتۍ مالکیت پټ کړي چې د واشنګټن د بندیزونو نه ځان بچ کړي.

اسپانیا او امریکایي مامورینو ددې کښتۍ څخه اسناد او کمپیوترونه ترلاسه کړي چې دا کښتۍ د کوک ټاپوګانو تر بیرغ لاندې فعالیت کوي او پولیس غواړي «د حقیقي مالک هویت یې تائید» کړي.

دا د روسي میلیاردرانو څلورمه تفریحي کښتۍ ده چې پر اوکراین باندې د روسیې د فبرورۍ ۲۴ یرغل وروسته په اسپانیا کې نیول کیږي.

XS
SM
MD
LG