د لاس رسي وړ اتصالات

ټولنیز فعالان د ګوزڼ په اړه د عامو خلکو پوهول د دغې ناروغۍ مخنیوي کې مهم بولي


په کابل کې د ټولنیزو چارو یو شمېر فعالان وايي، که په ۲۰۲۴ کال کې د عامه پوهاوي کچه لوړه شي، نو هیله شته چې دا ځل به په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه وي.

دوی په دې باور دي چې په دې برخه کې د عامه پوهاوي کچه ترپخوا لوړه شوې او ډېر پرمختګونه شوي دي.

اوس مهال د هېواد په ګوټ ګوټ کې د پولیو پر ضد مبارزه دوام لري، او میلیونونو ماشومانو ته د پولیو ژوند ژغورونکی واکسین د څاڅکو له لارې ورکول کیږي.

په کابل کې یو شمېر ټولنیز فعالان وايي، که په لرو پرتو سیمو کې د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو هڅې دوام وکړي، نو تمه ده چې سږ کال به د پولیو د مثبتو پېښو شمېر صفر ته راښکته شي.

کابل کې یو فعال، ویس احمد وویل: "د ګوزن په رابطه به دومره ووایم چې سږکال هم باید د عامه پوهاوي په برخه کې زیات کار وشي، همدارنګه اطرافي مناطقو ته باید توجه زیاته شي او خلکو لپاره باید سیمینارونه، غونډې او کنفرانسونه دایر شي ترڅو هغوی په سمه مانا د ګوزڼ ویروس په زیانونو وپوهول شي او دا به ښه نتیجه ورکړي."

د کابل شار بل فعال، الیاس بیا امریکاغږ ته وویل: "مهمه داده چې پدې کال کې موږ د پولیو واقعات ونلرو یعنې دا به زموږ ټولو لپاره یوه ډیره غټه لاسته راوړنه وي چې سږکال په افغانستان کی د پولیو کومه پېښه ثبت نشي او دې هدف ته رسیدل هڅو ته اړتیا لري او موږ تاسې باید په شریکه دې هدف ته د رسیدو لپاره هلې ځلې وکړو."

له بلې خوا په پلازمینه کابل کې یو شمېر نور فعالان له ټولو خلکو په ځانګړې توګه له والدینو څخه چې لا هم د واکسین له ګټو څخه ناخبره دي غوښتنه کوي چې په لوی لاس د خپلو ماشومانو راتلونکې خرابه نه کړي او د کمپاینونو په بهیر کې دې له پنځو کلونو ټیټ عمره ماشومان هرومرو واکسین کړي.

په کابل کې د خالدې په نوم یوې رضاکارې چې په بېلابېلو رضاکارانه فعالیتونو بوخته ده امریکا غږ ته وویل: "زما وړاندیز ټولو هغو میندو او پلرونو ته چې په لیرې پرتو سیمو کې ژوند کوي، د خپلو ماشومانو روغتیا او سلامتي ته لومړیتوب ورکړئ او په دې پوه شئ چې ګوزڼ درملنه نلري."

د هغې په وينا، که والدین غواړي خپل ماشومان روغ جامعې ته وړاندې کړي، بايد په منظم ډول واکسين شي، څو په افغانستان کې د پوليو ناروغي د تل لپاره له منځه ولاړه شي.

د يادونې وړ ده، چې د عامې روغتيا وزارت او نورو نړيوالو روغتيايي سازمانونو روان ۲۰۲۴ ميلادي کال په افغانستان کې د پوليو د مخنيوي لپاره مهم کال بللى او ويلي يې دي، چې دوى هڅه کوي، چې سږ کال افغانستان له پوليو پاک هېواد اعلان کړي.

دوی ټینګار کوي چې پولیو یا ګوزڼ کومه درملنه نلري، خو د واکسین په واسطه یې مخنیوی کېدای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG