د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د پولیو یوه نوې محیطي پېښه ثبت شوې


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د افغانستان په جنوب کې د ماشومانو د روغتیا مسؤولین وايي، په کندهار کې د پولیو یوه نوې تازه محیطي پېښه ثبت شوې ده.

دوی له کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو وقایې ته پاملرنه زیاته کړي.

دا دریم کال دی چې په جنوبي حوزه کې د ماشومانو د ګوزڼ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو په نوي میلادي کال کې د کندهار له چاپېريال څخه په تازه اخیستل شویو طبي معایناتو کې د پوليو د ويروس لومړنۍ محیطي پېښه ثبت شوه.

د ګوزڼ ناروغي د له منځه وړلو په پروګرام کې شامل بنسټونه هره میاشت د چاپیریال له بیلا بیلو برخو څخه د پولیو ویروس د معلومولو لپاره د چټلو اوبو نمونې اخلي او د طبي څېړنو لپاره یې اسلام آباد ته لېږي.

د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت اداره وايي، د چاپېریال له څېړنو ثابته شوې چې ګوزڼ ویروس په چاپېریال کې شتون لري او پر وړاندې یې وقایه ډيره اړینه ده.

د نوموړې ادارې مسؤول، ډاکټر حزب الله فطرت یې په اړه وویل: "دلته موږ د پولیو مثبت محیطي بیلګه (سمپل) لرو چې د کمپاینو په ترسره کولو، د روتین واکسین په پلي کولو او د واکسین د پوښښ په زیاتولو سره به یې انشاالله د ساحې څخه ورک کړو."

که څه هم سږ کال په افغانستان کې د پولیو کومه پېښه نه ده ثبت شوې، خو په چاپېریال کې د پولیو شتون د هغې د چټکې خپرېدو په اړه اندېښنې راپورته کوي.

ډاکټران وايي، د پولیو ویروس د چټک خپریدو وړتیا لري، ځکه چې په لږ وخت کې په ویروس اخته سیمو څخه پاکو سیمو ته د خپریدو خطر لري.

ډاکټر فطرت وايي، په جنوبي حوزه کې د پوليو د مخنيوي لپاره ډېر څه شوي او د چاپېريال د ويروس د له منځه وړلو لپاره لا زياتو هڅو ته اړتيا ده.

نوموړي وویل: "د پولیو واکسین د‌ پرله پسې کمپاینونو په پایله کې، الحمدالله موږ په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې په دې حوزه کې کومه مثبته پېښه نه لرو. دا اوس هم کمپاینونه روان دي او د کمپاینونو په ترسره کولو او د روتین واکسین په تطبیق سره به په دې سیمه کې دا ویروس له منځه یوسو."

د ګوزڼ پرضد د مبارزې روغتیايي مسؤولین وایي چې څو کاله وړاندې جنوبي حوزه د ګوزڼ ناروغۍ مرکزي سیمه وه، خو د ټولنې د ټولو خواوو په هڅو سره د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره د پام وړ کارونه شوي دي.‌

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هیوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې شتون لري.

له همدې کبله له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنیدو پر مهال په سپین بولدک او تورخم کې د ماشومانو د واکسین پروګرام ته پام زیات شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG