د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکل شوې له ۷.۵ میلیونو څخه زیات افغان ماشومان به د پولیو ضد واکسین ترلاسه کړي


د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ویروس پر وړاندې د لومړني فرعي کمپاین د پیلیدو خبر ورکړی دی.

ددغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۲۹( سلواغې ۹) رسنیو په یو استولي ویډیوي پیغام کې ویلي چې دغه فرعي کمپاین ددغه وزارت د نړیوالو شریکانو په ملاتړ د افغانستان د ۲۱ ولایتونو په ۲۳۳ ولسوالیو کې نن پیل شوی دی.

دا کمپاین به د روان ۲۰۲۴ کال د جنوري له ۲۹ څخه د فبرورۍ تر لومړۍ نېټې پورې دوام وکړي.

ښاغلي امرخیل ویلي چې ددغه کمپاین په ترڅ کې به د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ۷.۵ میلیونو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.

هغه ویلي:" د قومي مشرانو، دیني عالمانو، استدادنو او د کورنیو د مشرانو څخه مو غوښتنه داده چې په سیمه کې د واکسیناتورانو سره همکاري وکړي ترڅو مونږ په افغانستان کې د پولیو ناروغي مهار کړای شو."

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ددغه وزارت د سرپرست ډاکټر قلندر عباد له قوله ویل شوي چې دا وزارت له افغانستان څخه د پولیو د ناروغۍ محوه کیدو ته ژمن دی.

ډاکټرعباد ویلي:" مونږ باید شپه او ورځ کار وکړو او د پولیو واکسین د کمپاینونو ترڅنګ نورو بشپړوونکو روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکړو څو په ټول هېواد کې د پولیو د ناروغۍ ختمولو موخې ته ورسېږو."

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۲۸(سلواغې ۸) یو خبري کنفرانس ته وویل چې په تیرو دوو کلنو کې دغه وزارت د پولیو ویروس سره د مبارزې په برخه کې لاس ته راوړنې درلودلې او په دغه موده کې یې ۴.۵ میلیونه ماشومان چې د پولیو واکسین د کمپایانو د پوښښ څخه بهر پاتې کیدل د کمپاینونونو تر پوښښ لاندې راوستي دي.

هغه وویل چې ټاکل شوې د را روانې فبرورۍ په میاشت کې به په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د ویروس د تشخیص لابراتورپه لومړي ځل پرانیستل شي چې ددغه لابراتور د کار د پیلیدو وروسته به د پولیو اړوند ټولې لابراتواري معاینې په افغانستان کې ترسره شي.

دمخه د پولیو د ویروس د تشخیص لابراتواري معاینې له افغانستان څخه بهر په ځانګړي ډول د پاکستان پایتخت اسلام اباد کې ترسره کیدلې.

ډاکتر عباد خبریالانو ته وویل چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پیښې ثبت شوي. د نوموړي په خبره، دغه ټولې پیښې د ننګرهار په ولایت کې ثبت شوي دي.

هغه ددغو پیښو علت له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو ستنیدل او د دقیق کنټرول نشوالی وښودل.

ډاکتر عباد وویل:" په ۲۰۲۴ کال کې تراوسه مونږ هیڅ مثبته پیښه نلرو."

ډاکټران وايي چې پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې هیڅ درملنه نه لري او مخنیوی یې یواځي په واکسین سره شونی دی.

ډاکټران خبرداری ورکوي چې پولیو ویروس د ماشومانو د دایمي ګوزڼ او یا هم مرګ سبب کېدای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG