د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د ورځې ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان مري


د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان د داسې عواملو له کبله مري چې مخه یې نیول کېدای شي.

دغه سازمان تېره ورځ یکشنبه جون نهمه (جوزا۲۰) په یوې اعلامیې کې وویل چې په افغانستان کې ښځې او ماشومان د روان صحي بحران شدید عواقب تجربه کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي‌ چې په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا نوره هم زیاته شوې ده او دا مهال ۲۳.۷ میلیون افغانان مرستو ته اړتیا لري. دا شمېره د ۲۰۲۱ کال تر اګست مخکې،‌ چې طالبان په واک کې نه وو، ۱۸.۴ میلیون و.

د روغتیا نړیوال سازمان په اعلامیې کې ویل شوي‌ دي چې افغانستان د یو پایدار بشري بحران له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ دی او «افغانان یو ناپدار صحي سیستم لري او شپې او ورځې د غذايي‌ موادو له کموالي او خوارځواکۍ سره څخه کړېږي».

دغه سازمان وایي چې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د مرستو د کموالي له کبله ۴۲۸ صحي مرکزونو فعالیتونه ځنډول شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د دغو مرکزونو په بندیدو سره څه باندې درې میلیون خلک د روغتیایي خدمتونو د کموالي له کبله اغیزمن شوي، چې تر پنځو کلونو کم عمره ۶۰۰زره ماشومان او ۲۴۰زره میندوارې ښځې په کې شامل دي.

دا سازمان وايي چې د روغتیايي لاس ته راوړنو د حفاظت لپاره ۳۵۲ میلیون اضافي ډالرو ته اړتیا لري، چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کالونو ته ټاکل شوې چې ۴۲۳ میلیون ډالر بودیجه تکمیل کړي.

وايي د بودیجې د کموالي له کبله په افغانستان کې د ۳۱۰ روغتیايي مرکزونو کې مرستې او خدمتونه کم شوي دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي‌وو چې په افغانستان کې ۱۷.۹ میلیون کسان روغتیايی خدمتونو ته ضرورت لري او مرسته رسوونکې ادارې ۱۲.۸ میلیون خلکو ه مرستې رسوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG