د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانستان څخه ایران ته ډالر قاچاق کیږي

ویل کیږي چې له افغانستان څحه ایران ته د ورځې درې میلیونه ډالر قاچاق کیږي
ویل کیږي چې له افغانستان څحه ایران ته د ورځې درې میلیونه ډالر قاچاق کیږي

د ایران منزوي بازارونه ډالرو ته سخته اړتیا لري‌ او افغانان د ورځې شاوخوا درې میلیونه ډالر ایران ته قاچاق کوي.

له کومې ورځې چې امریکا له ایران سره له شوي‌ اتمي تړون په شا شوې، د ایران اقتصادي ‌او مالي حالت مخ په ځوړ دی.

د اسعارو د تبادلې په مارکیټونو کې د ډالرو په وړاندې د ایراني ریال لویدلو په ایران کې پراخې اندېښې پارولي دي. ریال د ډالرو په وړاندې ۴۰سلنه لویدلی دی او ایران د خپلو مالي بازارونو د ثبات لپاره بهرنیو اسعارو ته اړتیا لري.

اوس داسې ښکاري چې د ایران دغه اړتیا یو شمېر افغانان ور پوره کوي. د رویټرز د خبري اژانس په راپور افغانان چې د خپل هېواد اقتصاد يې ‌پر امریکايي ډالرو ولاړ دی، د ورځې شاوخوا درې میلیونه ډالر په ناقانونه ډول ایران ته وړي.

د هرات په ولایت کې، چې له ایران سره پوله لري، د احمد خان په نامه یو کس وايي‌ چې د مسافرو د لیږدولو تر څنګ د ورځې د پنځو او شپږو زرو ډالرو ترمنځ مشهد ته وړي او د اسعارو په تبادله کې ۱۰۰ ډالره ګټه کوي.

د ایران د قانون له مخې هر څوک چې دغه هېواد ته ځي یوازې د ۱۰یورو د وړلو حق لري چې ۱۱۶۹۲ ډالر کیږي او کولی شي چې بهرني‌ اسعار د ایران په بانکونونو په رسمي قیمت تبادله کړي.

دا مهال د ایران په بازارونو کې یو امریکايي‌ ډالر په ۴۲۴۵۰ ایراني ریال تبادله کیږي خو په ازادو بازارنو کې بیا د یو ډالر قیمت ۷۷۰۰۰ ریاله دی.

ایراني چارواکو خبرداری ورکړی که هر چا له رسمي ‌نرخ پرته ډالر تبادله کړ، وبه نیول شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG