د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پر پیلېدو د عمران خان ټینګار

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او عمران خان د لیدنې پرمهال
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او عمران خان د لیدنې پرمهال

د پاکستان صدراعظم د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره لیدنه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو غوښتنه کړې ده.

دغه لیدنه چې پرون سې شنبه د جنورۍ پر ۲۱مه (سلواغې۱) د سویس په داووس ښار کې د «اقتصاد نړیوالې مجمع» ناستې په څنډه کې تر سره شوې، دواړو لورو پر سیمه ییز امنیت، د کشمیر پر مسئلې او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي عمران خان ویلي چې د امریکا متحده ایالات او پاکستان د افغانستان د سولې په اړه یو دریځ لري او زیاته کړې ده چې هيواد به یې د افغانستان سولې له بهیر څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

د دغه ګډې ناستې په خپره شوې ویډیو کې د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي:"اصلي موضوع د افغانستان ده، ځکه چې امریکا او پاکستان یې اندېښمن کړي دي، له نېکمرغه چې په دې اړه یوه دریځ لرو او هم نظره یو، موږ یوازې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو ته هیله مند یو، بلکې د دغه هیواد د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پیلېدو غوښتونکي یو."

ولسمشر ټرمپ په دغه لیدنې کې ویلي چې د امریکا او پاکستان اړیکې تر بل هر وخت ښه شوي او مخکې په دغه اندازه نژدې نه نوې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د قتصاد نړیوالې مجمع په ناسته کې د ګډون لپاره سویس ته تللی، خو لا معلومه نه ده چې د متحده ایالاتو له ولسمشر سره به وویني که کنه.

ښاغلي ټرمپ او عمران خان په داسې حال کې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې کړي دي چې له څو ورځو راپدېخوا په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې په اړه خبرې روانې دي.

تر دې مخکې طالبانو ویلي و چې دواړه لوري د توافقنامې د لاسلیک مراسمو او نورو اړوند مسائلو په اړه خبرې کوي.

افغان حکومت تل له طالبانو سره پر مخامخ خبرو ټینګار کړی دی، خو طالبانو د اصلي لوري په توګه له امریکا سره پر خبرو ټینګار کړی او له افغان حکومت سره یې له مخامخ خبرو څخه ډډه کړې ده.

This item is part of
XS
SM
MD
LG