د لاس رسي وړ اتصالات

غني: پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت په خپله گټه نه گڼي


د افغانستان جمهور رئیس ویلي چې د پاکستان لوړپوړي ملکي او پوځي مقامات وایي د طالبانو په مشرتابه افغانستان د دوی د هیواد په گټه ندی.

خو جمهور رئیس محمد اشرف غني د ترکیې د نړیوالې خبري شبکې سره په مرکه د پاکستان د حکومت په مختلفو سطحو کې د افغانستان په هکله د نظر د اجماع په هکله شک څرگند کړ.

ښاغلي غني وویل چې د پاکستان د صدراعظم عمران خان، د پوځ لوی درستیز او د هغه هیواد د استخباراتو له رئیس سره په لیدنه کتنه کې یې وموندل چې هغوی د افغانستان د واکمنۍ په سر کې د طالبانو شتون د خپل هیواد په گټه نه بولي.

ښاغلي غني وویل: "ایا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د پاکستان په گټه دی؟ د [هغوی] ځواب نه دی. ایا په کابل کې د یو پییلي حکومت شتون د پاکستان په گټه دی؟ هغوی وویل چې امکان نلري او په گټه یې نه دی."

پدې خاطر د ښاغلي غني په وینا "هفه نااعلان شوې جگړه چې د پاکستان نه د افغانستان په ضد پیل شوې وه" اوس هم دوام لري او د هغه په وینا ترهگرې ډلې اوس هم په پاکستاني مدرسو کې ملاتړې مرکزونه او پناه ځایونه لري.

افغان مقاماتو تل ادعا کړې چې ترهگر په پاکستاني مدرسو کې زده کړې کوي او افغانستان ته د جگړې لپاره رااستول کیږي. د طالبانو زیات شمیر مشرانو هم په پاکستاني مدرسو په ځانگړې توگه په حقانیه مدرسه کې زده کړې کړې دي.

د طالبانو سره سوله

د افغانستان جمهور رئیس همداشان پدې مرکه کې د طالبانو سره د سولې مذاکراتو ته په اشارې ویلي چې چې د افغانستان خلک طالباني امارت چې د هغه په وینا پر هغوی تحمیل شوی و نه مني. هغه وویل " سوله باید د جمهوریت په چوکاټ کې پلې شي نه د امارت".

د امریکایي استازو سره د اوو پړاونو مذاکراتو سربیره طالبانو تر اوسه لږ تر لږه دوه ځلې د د افغانستان د یو شمیر سیاسي، جهادي څیرو او د ښځو، مدني ټولنې او رسنیو له استازو سره د سولې په هکله خبرې کړې دي.

ښاغلي غني پدې باندې په ټینگار سره چې یواځې د افغانستان حکومت د طابانو سره د سولې په هکله د تصمیم نیولو صلاحیت لري وویل چې غواړي له طالبانو سره په دوو پړاونو کې موافقه وشي.

لومړی د جمهوري ریاست له انتخاباتو دمخه ابتدایي توافق چې هیله من دی د سپتمبر د میاشتې تر لومړۍ نتیټې پورې وشي، او په دوهم پړاو کې د جمهوري ریاست له ټاکنو وروسته هر اړخیزه موافقه رامنځ ته شي. خو ښاغلي غني پدې هکله چې هر اړخیزه کموافقه کې کوم موضوعات شامل دي، معلومات ورنکړل.

له بلې خو طالبانو چې د افغانستان حکومت لاسپوڅی گڼي تر اوسه د افغانستان د حکومت سره د مستقیمو مذاکراتو او نه هم د اوربند وړاندیز منلی دی.

XS
SM
MD
LG