د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې په ایران کې د ښځو د اعدامونو شمېر په تیرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی.
د ۲۰۲۵ کال د راپورونو له مخې، یوازې سږ کال په ایران کې لږ تر لږه ۶۱ ښځې اعدام شوي دي، چې د تیر کال په پرتله شاوخوا ۷۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي که څه هم د نړۍ په اکثره هیوادونو کې د ښځو اعدامونه کمساري یا تقریبا نشته، ایران د ښځو د اعدامونو د لوی شمیر په ثبتولو سره د نورو هیوادونو څخه د پام وړ مخکې شوی دی.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې دا شمیره د بشري حقونو د وضعیت په اړه د اندیښنې وړ نښه بللې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د زهرا شهباز طبري یادونه هم کړې چې دا مهال په ایران کې د ښځو په ډله کې د اعدام ته منتظره ده؛ داسې یوه بیلګه چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د هغو ښځو د مخ په زیاتیدونکي شمیر یادونه کوي چې په داسې خطرناکو شرایطو کې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چې دا "وحشیانه اعدامونه" بولي په کلکه غندلي او له ایران څخه یې غوښتي چې سمدستي دې دا لړۍ پای ته ورسوي، د عادلانه محاکمو اصولو ته درناوی وکړي او ټول سیاسي بندیان خوشې کړي.
دې وزارت ټینګار وکړ چې امریکا د بشري حقونو په ساتنه او د ښځو د وقار په ساتلو کې د ایران له خلکو او نړیوالې ټولنې سره ولاړه ده.
فورم \ دبحث خونه