د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ وايي د دوستم تورونه ارزونو او څېړنو ته اړتیا لري


جنرال دوستم ولسمشر تورن کړی چې د هغه ټول واکونه او صلاحیتونه یې قبضه کړي دي
جنرال دوستم ولسمشر تورن کړی چې د هغه ټول واکونه او صلاحیتونه یې قبضه کړي دي

د افغانستان جمهوري ریاست په یوې اعلامیې کې د ولسمشر د لومړي مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم، په وروسیتو څرګندونو غبرګون ښودلی او وايي چې دا ډول خبرې د هغه له "موقف او شان" سره نه ښيي.

د ارګ اعلامیه وایي په داسې یوه حالت کې چې نړیوال له کابل سره همکاري او مرسته کوي او حکومت په نړیواله کچه د افغانستان د اعتبار په جوړولو بوخت دی، د جنرال دوستم دا ډول خبرې " د اساسي اصلاحاتو مخه نیسي او د هېواد دښمنانو ته د غلطې استفادې زمینه برابروي".

ښاغلي دوستم د دوشنبې په ورځ د جوزجان په ولایت کې د خپلو پلویانو په یوې غونډې کې پر ولسمشر او اجرایي رئیس د نورو نیوکو ترڅنګ دا انتقاد هم وکړ، چې ولسمشر د هغه ټول صلاحیتونه او واکونه قبضه کړي دي.

ښاغلي دوستم ولسمشر غني ته په خطاب کې وویل " لومړی معاوینت ولمسشر ماته نه دی راکړی او نه یې رانه اخیستلی شي. تاسو ولې د لومړي معاونیت صلاحیتونه په خپلې قبضه کې نیسئ؟"نوموړي ګواښ وکړ که حالت همداسې روان وي،هغه دا وړتیا لري چې هم په سیاسي او هم په نظامي ډګر کې خپل موقف ثابت کړي، خو په دې اړه یې ډېر جزییات ورنکړل.

مګر، د ارګ اعلامیه وایي چې قانون د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال صلاحیتونه تشخیص او تنظیم کړي دي او " د جمهوري ریاست لومړی مرستیال د یو ملکي مقام په توګه خپل ټول ورکړل شوي قانوني صلاحیتونو کاروي".

ارګ وايي چې د ښاغلي دوستم ټول تورونه قضايي او عدلي پلټنې او تحقیقات غواړي چې رښتیا او دروغ یې معلوم او د قانون له مخې ورسره چلند وشي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG