د لاس رسي وړ اتصالات

د دوستم دفتر ولسمشر غني په درواغ ویلو تورن کړ


جنرال دوستم ظاهرآ د درملنې لپاره ترکیې ته تللی دی
جنرال دوستم ظاهرآ د درملنې لپاره ترکیې ته تللی دی

د جنرال دوستم دفتر د ولسمشر غني هغه څرګندونې له حقیقت څخه لېرې بللي چې ګنې دوستم د لویې څارنوالۍ په اجازې ترکیې ته تللی دی.

د ښاغلي دوستم دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې لویه څارنوالي دا "صلاحیت نلري" او په دې اړه یې د ولسمشر غني څرګندونې"له حقیقت څخه لېرې" دي.

اعلامیه وايي چې لویې څارنوالۍ د دوستم اړوند له ځینو ساتونکو څخه تحقیقات کړيدي چې د دوستم دفتر یې له څارنوالۍ سره همکاري بولي.

ولسمشر غني د سه شنبې په ورځ ( جولاۍ۱۱) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې لومړی مرستیال یې د لویې څارنوالۍ په اجازې ترکیې ته تللی دی. پر ښاغلي دوستم تور دی چې له یوبل ازبک مشر احمد اېشچي سره یې د جنسي زورزیاتي په شمول بد چلند کړی دی.

په همدې حال کې لویه څارنوالي وایي چې د دوستم-ایشچي قضیه یې محکمې ته استولې ده، خو اعلامیه وايي دا قضیه په جنرال دوستم پورې هېڅ تړاو نلري.

د جنرال دوستم دفتر په کابل کې د امریکا پر سفارت هم انتقاد کړی دی چې ولې یې د دغې قضیې د قانوني تعقیب غوښتنه کړې ده. په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر هوګو لارنس ویلي چې پر جنرال دوستم لګېدلي تورونه جدي دي.

خو د جنرال دوستم دفتر وايي افغانستان خپل عدلي او قضايي بنسټونه لري او په دې برخه کې د بهرنیو ډیپلوماتانو څرګندونې غیر مسولانه دي.

له شاوخوا یوې میاشتې راهېسې جنرال دوستم ظاهرآ د درملنې لپاره ترکیې ته تللی دی. راپورونه وايي چې د ولسمشر غني او ښاغلي دوستم ترمنځ اړیکې هم چندان ښې نه دي او ډېر وخت کیږي چې خپل دفتر ته هم نه دی تللی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG