د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ وايي د دوستم او احمد ایشچې قضیه جدي څيړي


ښاغلي اېشچي وایي دوستم خپلو ساتونکو ته وویل چې پر هغه جنسي تیری وکړي
ښاغلي اېشچي وایي دوستم خپلو ساتونکو ته وویل چې پر هغه جنسي تیری وکړي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي په شبرغان کې د احمد اېشچي سره د "شوې پېښې" په اړه جدي پلټنه کوي.

د ارګ اعلامیه وایي حکومت د ټولو افغانانو مالي او ځاني خوندیتوب" د اساسي قانون د احکامو او د هېواد نورو نافذه قوانینو سره په مطابقت او د بشري حقونو بین‌المللي میثاقونو ته د افغانستان له ژمنتیا سره سم، خپل اساسي مکلفیتونه ګڼي."

په اعلامیه کې ویل شوي که پر جنرال دوستم لګیدلي تورونه ثابت شي " د عدلي او قضايي مراجعو له لارې به په بشپړې بي طرفۍ او استقلال اقدام وشي".

په همدې حال کې یوناما، اروپايي ټولنې، په کابل کې د امریکا او برتانیا سفارتونو هم له افغان حکومت څخه غوښتي چې په دې اړه دې جدي پلټنه وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې دا مسئله باید جدي وپلټل شي. د دغه کمیسون اجرايي مشر محمد موسی محمودي امریکا غږ ته وویل که دوستم قانون مات کړی وي، باید حساب او کتاب ورسره وشي.

" دوستم خپلو ساتونکو ته وویل چې پر ما جنسي تیری وکړي"

د دوستم د جنبش د ګوند دغه پخوانی مرستیال احمد اېشچي وايي شاوخوا درې اونۍ مخکې په جوزجان کې د اوزلوبې پر مهال جنرال دوستم هغه له لوبغالي په وهلو او ډبولو خپل کور ته بوته او هلته یې پنځه ورځې وساته.

هغه له رسنیو سره په خبرو پر ښاغلي دوستم تورلګولی چې " ساتونکو ته یې ویلي چې پر هغه جنسي تیری وکړي او له هغه سره د دغه زور زیاتي فلم یې هم ثبت کړی دی".

ښاغلي اېشچي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته وویل چې دوستم ورته دا خبره هم کړې " که زه دې ووژنم، هېڅوک دې هم د پوښتنې نشته".

احمد اېشچي وايي چې جنرال دوستم هغه پنځه ورځې په شبرغان کې په خپل شخصي زندان کې وساته او بیا یې ملي امنیت ته وسپاره.

خو د ښاغلي دوستم دفتر په یوې اعلامیې کې دا تورونه رد کړي او ویلي دي "د احمد ایشچي مسئله اوس دې ځای ته رسیدلې، چې په خواشینۍ او حیرانتیا د یو شمیر نړیوالو بنسټونو غبرګون یې راپارولی دی".

دا لومړی ځل نه دی چې پر ښاغلي دوستم د بشري حقونو د نه مراعتولو او د خلکو د زور زیاتي تورونه لګول کیږي، تر دې مخکې هم پر هغه دا ډول تورونه لګول شوي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG