د لاس رسي وړ اتصالات

جنبش وايي دوستم خپل سیال وهلی او بندي کړی ندی


عیني شاهدان وايي پر احمد اېشچي لومړی ګوزار په خپل دوستم وکړ او بیا ساتونکو پرې ګوازارونه پیل کړل
عیني شاهدان وايي پر احمد اېشچي لومړی ګوزار په خپل دوستم وکړ او بیا ساتونکو پرې ګوازارونه پیل کړل

په شبرغان ښارکې د احمد ایشچي لسګونو پلویانو د جنرال دوستم د کور مخې ته مظاهره وکړه.

د افغانستان له شمالي ولایت جوزجان نه د جمهوري ریاست د لمړي مرستیال، عبدالرشید دوستم، او یوه بل اوزبیک قومي مشر، احمد ایشچي، تر منځ د شخړې راپورونه ورکړل شوي دي.

امریکايي ورځپاڼۍ نیویارک ټایمز د سیمیزو خلکو له قوله راپور ورکړی چې ښاغلي دوستم او وسله والو ساتونکو يې د جمعې په ورځ د وزلوبې (بزکشۍ) د یوې لوبې پر مهال لومړی ښاغلی ایشچي سخت وواهه او بیا یې له ځانه سره یووړ.

د ښاغلي اېشچي یو خپلوان ګلاب خان نیویارک ټایمز ته وویل چې دا پېښه یې په خپلو سترګو ولیدله.

هغه وویلي "دوستم میدان ته راغی، لږ قدم یې وواهه او بیا یې احمد اېشچي ته غږ وکړ. له هغه سره یې څو دقیقې خبرې وکړې او بیا یې ناببره په سیني په سوک وواهه او له دې سره سم د دوستم ساتونکو د کلاشېنکوف په قونداغونو پر هغه ګوزارونه وکړل، ډېر بد یې وواهه".

یوه بل عیني شاهد نیویارک ټایمز ته ویلي‌ چې "جنرال دوستم احمد اېشچي په مرمۍ ضد موټر کې واچوه، پر سینه یې پښه کېښوده او نا معلوم ځای ته یې بوته".

د جوزجان والي لطف الله عزیزي وايي سره له دې چې هغه په کابل کې دی، خو هڅې یې پیل کړي چې دا ستونزه حل کړي. هغه وویل " زه د جنرال دوستم او احمد ايشچي ترمنځ له ستونزې خبر یم. ما ځيني قومي مشران جنرال دوستم ته ولیږل چې احمد اېشچي خوشي کړي".

ویل کیږي چې د ښاغلي ایشچي یو شمیر پلویان د یکشنبې په ورځ په شبرغان کې د جنرال دوستم ماڼۍ مخې ته راټول شوي او له د هغه د خوشي کیدلو غوښتنه یې کوله خو ښاغلي دوستم له هغو سره له لیدلو ډډه وکړه.‌

د تور رد

خو، د دوستم ویاند احمد ته ینج سره له دې چې له دغې پېښې بې خبرې وښوده، خو پر دوستم یې لګېدلی تور په کلکه رد کړ. هغه همدغه راز د نیویارک ټایمز راپور هم بې پرې ونه باله.

نوموړي امریکا غږ اشنا ته وویل "احمد اېشچي د ښاغلي دوستم سیاسي ملاتړی او د ماشومتوب ملګری دی. که دوستم هغه ته د زیان رسولو هوډ درلودلی، وختې به یې دا کار کړی واي".

پر ښاغلي دوستم داسې مهال د یوه ازبیک قومي مشر د وهلو او بندي کولو تور لګول شوی، چې څو میاشتې مخکې، کله چې جنرال دوستم په شمال کې د طالبانو پر ضد عملیاتو کې بوخت و، ارګ ویلي و چې په دغو عملیاتو کې به د خلکو د زورونې راپورونه وڅيړي.

دوستم چې د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال دی، په دې وروستیو کې یې له اشرف غني سره اړیکې خرابې شوې او یو ولسمشر یې په قوم پالنې هم تورن کړی دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG