د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا کې لسګونه نجونو زده کوونکو د ښوونځیو بندېدو په غبرګون کې لاریون وکړ


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

په افغانستان کې تر شپږم ټولګیو پورته د نجونو د متوسطه او لېسه ښوونځيو بندېدو سره هم مهاله، په پکتیا ولایت کې یو شمېر نجونو زده کوونکو د یو لاریون په ترڅ کې د هغوی پر مخ د یادو ښوونځیو بیرته خلاصولو غوښتنه وکړه.

دغه نجونې زده کوونکي چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده نن شنبه سپټمبر ۱۰ (وږې ۱۹) سهار د پکتیا مرکز ګردېز سړکونو ته راوتلي وې او د ټولو لپاره یې د زده کړو حق غوښتلو شعارونه ورکول.

هغه ویډیوي چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي، لیدل کیږي چې دغه نجونې چې د ښوونځیو لباسونو یې په تن وو د پکتیا د پوهنې ریاست لور ته د تګ په حال کې دي.

په وروستیو میاشتو کې، په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ښځو د حقوقو فعالانو څو ځله د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو خلاصولو په هدف لاریونونه کړي او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي چې یاد ښوونځي بیرته خلاص کړي، خو دا لومړی ځل دی چې په پکتیا کې نجونې د یو لاریون په ترڅ کې د ښوونځيو پرانیستلو غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره انۍ په پکتیا کې د طالبانو سیمه ییز چارواکو او د سیمې اوسېدونکو په دغه ولایت کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو پرانیستلو خبر ورکړ.

د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس خالقیار احمدزي د سپټمبر شپږمه (وږې ۱۵) امریکا غږ ته وویل چې د نجونو څلور ښوونځي په مرکز ګردېز او یو په څمکنیو ولسوالۍ کې بیرته پرانیستل شوي دي.

هغه وویل چې د یادو ښوونځيو د بیرته پرانیستلو پرېکړه خپله د ښوونځیو مدیرانو کړې او په خبره یې زده کوونکې درسونو ته رابللې دي.

خو پر همدې مهال د پکتیا یو شمېر اوسېدونکو په دغه ولایت کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګيو ښوونځيو بیرته بندېدو خبر ورکړ.

د پکتیا ولایت یو اوسېدونکي فضل الدین جلالزي نن شنبه امریکا غږ ته وویل چې د نجونو څلور ښوونځي په مرکز ګردېز او یو په څمکنیو ولسوالۍ کې د «ناڅرګند» دلیل له مخې بیرته بند شوي دي.

ښاغلي جلالزي د نجونو پرمخ د ښوونځيو بیرته بندېدل «ناهیلې کوونکي» وبلل او ویې ویل چې دغه موضوع د والدینو لپاره یو «لوی مشکل» دی.

هغه وویل: "د ښوونځيو بیرته بندېدل زموږ د اولادنو لپاره یو ناهیلې کوونکی خبر دی او دا زموږ لپاره یو د سر درد دی چې زموږ اولادونه بې سواده پاتې کیږي چې زموږ د کورنیو لپاره مشکلات رامنځته کوي."

د پکتیا ولایت یو بل اوسېدونکي هم د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته سره خبرو کې وویل چې طالبانو یاد ښوونځي تېره اونۍ بیرته بند کړي دي.

هغه زیاته کړه چې طالبانو د تیرې پنجشبې راپدېخوا نجونو تر شپږم پورته ښوونځیو ته د بیر ته تګ اجازه نه ده ورکړې.

پر همدې مهال د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس خالقیار احمدزي په پکتیا ولایت کې د نجونو زده کونکو د ننني لاریون په اړه ناخبري وښودله. ښاغلي احمدزي همدارنګه په دغه ولایت کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولکي پورته ښوونځيو بیرته بندېدو په اړه راپورونه یوازي «اوازه» وبلله او هغه یې رد کړل.

تېره اونۍ د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه ولایت کې د نجونو د ښوونځيو بیرته خلاصېدو په اړه وویل چې د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو بیرته پرانیستل د پوهنې وزارت لخوا اعلانیږي.

هغه وویل: "هر کله چې اجازه تر لاسه کړه او همدارنګه شرایط برابر شي، د پوهنې وزارت به هغه په ټول هیواد کې یو ډول پیل کړي. دا چې په پکتیا ولایت کې د یو مورد یادونه کیږي، دا تر اوسه روښانه ده چې د چا په امر شوي، او څه ډول شرایط چمتو شوي دي او یا څېړنو او تحقیق ته اړتیا سته او که نه، موږ به په دې اړه وروسته معلومات ورکړو."

تر دې مخکې نړیوالې ټولنې هم څو ځله د طالبانو له حکومت څخه غوښتي و چې د نجونو پر مخ دښوونځيو دروازې خلاصي کړي او هغوی د تعلیم له حق څخه محرومې نکړي. خو طالبانو تر دې مخکې ویلي چې د نجونو ښوونځيو بیرته پرانیستلو لپاره د دوی په وینا لا شرایط چمتو شوي نه دي.

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې په دغه هېواد کې له زده کړو څخه تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د محرومیت پر دوام نیوکه کړې ده.

رینا امیري د جمعې په ورځ سپټمبر نهم (وږې ۱۸) د خپل ټویټر په پاڼه افغانستان کې د نجونو د شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځیو بندیدو ته په اشارې ویلي، چې تر اوسه هیڅ بل کوم هیواد د نجونو د زده کړو مخه نه ده نیولې.

XS
SM
MD
LG