د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتیریش: له ښوونځيو د افغان نجونو لیرې ساتل له مساوي حقونو ناعدلانه سرغړونه ده


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر مخ د متوسطه او لېسو ښوونځيو بندېدو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ښاغلي ګوتیریش نن شنبه سپټمبر درېیمه (وږې ۱۲) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې لا هم نجونې له ښوونځيو څخه لیرې ساتل کیږي.

نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې له ښوونځيو څخه د نجونو لیرې پاتې کېدل له مساوي حقونو ناعدلانه سرغړونه ده چې په خبره یې ټول هیواد ته زیان رسوي.

هغه په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو خلاصېدو په اړه په ټینګار سره ویلي "نجونې له ښوونځيو سره تړاو لري."

د تیر یو کال راپدېخوا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګي تر امر ثاني بند شوي چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د محدودیت په دوام، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا (UNHCR) هم د افغان مېرمنو او نجونو د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د دوشنبې په ورځ سپټمبر دوهمه (وږې دوهمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې افغان مېرمنې د محدودیتونو له لوی ګواښ سره مخ دي.

یاد سازمان ویلي چې د کار او فعالیت پر محدویتو سربیره د هغوی د زده کړو بهیر هم له سختو خطرونو سره مخ دی چې په خبره یې د افغان نجونو او ښځو پر هوساینې او خوندیتوب یې اغېز کړی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې: "پر سفر، کار او فعالیت د محدودیتونو سربیره، زده کړو او کار ته د افغان ښځو او نجونو لاس رسی له ګواښ سره مخامخ شوي دي."

طالب چارواکو تر دا مهاله د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د تازه اندېښنو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې ځینو طالب چارواکو د نجونو پر مخ د ښوونځيو بندېدو لامل کلتوري محدودیتونه او ځیني نورو بیا یې د بندېدو لامل دیني اړخ یادوي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت تر دې مخکې څو ځله ویلي چې د یادو ښوونځيو د بیرته خلاصولو په اړه د دوی هڅې روانې دې، خو تر دا مهاله یې پایلې نه دي لیدل شوي.

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو بندېدو په اړه د کورنیو او نړیوالو غبرګونونو په دوام د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق یا (یونیسف) په افغانستان کې د نجونو پر مخ د لېسې او متوسطه ښوونځيو د بندېدو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې له زده کړو څخه د نجونو محرومیت د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۵۰۰ میلیون ډالر زیان رسولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د نجونو ښوونځيو بیرته پرانیستلو په اړه په افغانستان کې پراخ اعتراضونه او مدني حرکتونه شوي او د طالبانو له حکومت څخه يې غوښتي چې د نجونو ښوونځي بیرته خلاص کړي.

XS
SM
MD
LG