د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شوي؛ فعالان د ټولو ښوونځیو پرانیستل غواړي


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د افغانستان د ښځو د حقونو فعالانو او افغان کورنیو په پکتیا ولایت کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو هر کلی کړی، خو ترڅنګ یې په ټول افغانستان کې د نجونو ښوونځيو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

په پکتیا کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي او د سیمې اوسېدونکو په دغه ولایت کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو پرانیستلو خبر ورکړ.

د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس خالقیار احمدزي نن سه شنبه سپتمبر شپږمه (وږې ۱۵) امریکا غږ ته وویل چې د نجونو څلور ښوونځي په مرګز ګردېز او یو په څمکنیو ولسوالۍ کې بیرته پرانیستل شوي دي.

هغه وویل چې د یادو ښوونځيو د بیرته پرانیستلو پرېکړه خپله د ښوونځیو مدیرانو کړې او په خبره یې زده کوونکې درسونو ته رابللې دي.

ښاغلي احمدزي وویل: "بلې د ګوتو په شمېر ښوونځي بیرته فعال شوي دي، دا د خلکو لخوا د ښوونځيو د مدیرانو لخوا شاګردان را غوښتل شوي دي. دلته هیڅ بندیز نه دی لګېدلی، له پخوا بندیز نه و، دا څو ورځې کیږي چې شاګردان بیرته خپلو ټولګیو ته را بلل شوي دي."

پر همدې مهال د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایع خونې رئیس فضل الدین جلالزي هم امریکا غږ ته وویل چې په دغه ولایت کې تر شپږم پورته د نجونو ټولګي د تیرو ۱۲ ورځو راپدېخوا پرانیستل شوي دي.

ښاغلي جلالزي زیاته کړه: "تقریباً دولس ورځې کیږي چې د نجونو ښوونځي خلاص شوي له اووم څخه تر دوولسم پوري او موږ ټول ماشومان چې له ښوونځي څخه پاتې وو اوس ښوونځي ته ځي او ډېر خوشاله یو په دې باندې او کله چې یوه مور تعلیم ولري ټولنه په سم لوري روانیږي. خو که مور بې تعلیمه وي کورنۍ څه چې ټوله ټولنه ستونزو سره مخ کیږي، نو موږ په دې ډېر خوشاله یو چې ښوونځي بیرته پرنیستل شول تر څو زموږ بچیان،خویندې او وروڼه تعلم یافته شي. له امارت څخه زموږ نوره هم غوښتنه داده چې د نجونو ښوونځيو په اړه نور هم کوښښ وکړي تر څو زموږ خویندې ترقي وکړي."

د حضرت سردار په نوم د پکتیا ولایت یوه بل اوسېدنکي هم له امریکا غږ سره خبرو کې په دغه ولایت کې د نجونو ښوونځيو بیرته پرانیستلو په اړه خوښي وښوده.

هغه وویل: "موږ ډېر خوښ یو چې د نجونو ښوونځي پرانیستل شول، دا زموږ لپاره ښه زیری دی، له تېرو څو ورځو مو خویندې ښونځیو ته ځي. په ټول وطن کې باید دغه ستونزه هواره شي او ښوونځي پرانیستل شي."

د تیر یو کال راپدېخوا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د افغانستان په زیات شمېر ولایتونو کې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو پرانیستل تر امرثاني پوري بند شول.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د نجونو ښوونځيو بیرته پرانیستلو په اړه په افغانستان کې پراخ اعتراضونه او مدني حرکتونه شوي او د طالبانو له حکومت څخه يې غوښتي چې د نجونو ښوونځي بیرته خلاص کړي.

پر همدې مهال د ښځو د حقوقو یوې فعالې ژولیا پارسي له امریکا غږ سره خبرو کې په پکتیا ولایت کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو پرنیستلو د هرکلي ترڅنګ وویل چې دغه لړۍ باید نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

اغلې پارسي زیاته کړه: "زموږ غوښتنه داده چې د پکتیا په شان په ټولو ولایتونو کې ښوونځي بیرته د نجونو پر مخ پرانیستل شي،خدای ج دي وکړي چې نور خلک هم د پکتیا د خلکو په شان همت وکړي،او پر طالبانو فشار راوړي تر څو په نورو ولایتونو کې هم پرانیستل شي."

په پکتیا ولایت کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو پرانیستلو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې څېړنې کیږي چې یاد ښوونځي په کومو شرایطو او د چا په امر پرانیستل شوي دي.

هغه وویل چې د نجونو تر شپږم پورته ښوونځيو پرانیستلو په اړه یوازې د پوهنې وزارت صلاحیت لري.

نوموړي زیاته کړه: "د ښوونځيو درسونه چې پيلیږي هغه به د پوهنې وزارت لخوا اعلان کیږي.دا چې تاسو د پکتیا یادونه وکړه تر څېړنو لاندې ده، بلې په ټولو ولایتونو کې د درسونو یوه اړتیا ده، خو کله چې ان شاءالله اجازه تر لاسه کړه او شرایط ورته برابر شوه د پوهنې وزارت به یې په ټول هیواد کې یو ډول پيل کړي.دا چې په پکتیا ولایت کې د یو مورد یادونه کیږي، دا تر اوسه روښانه ده چې د چا په امر شوي، او څه ډول شرایط چمتو شوي دي او یا څېړنو او تحقیق ته اړتیا سته او کنه، موږ به په دې اړه وروسته معلومات ورکړو."

د راپورونو له مخې د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو لکه تخار، کندز، بلخ او د میدان وردګ ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې تر شپږم پورته د نجونو ښوونځي خلاص، خو په جنوب، جنوب لوېدیځ، ختیځ او جنوب ختیځ کې او مرکزي ولایتونو کې لا نه دي پرانیستل شوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش روانه اونۍ په افغانستان کې تر شپږم پورته د نجونو ښوونځيو بندېدو د دوام په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي و چې په افغانستان کې له ښوونځيو څخه د نجونو لیرې پاتې کېدل له مساوي حقونو ناعدلانه سرغړونه ده چې په خبره یې ټول هیواد ته زیان رسوي.

هغه په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو خلاصېدو په اړه په ټینګار سره ویلي "نجونې له ښوونځيو سره تړاو لري."

پر همدې مهال د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشرې هدر بار هم په پکتیا کې د ښوونځیو خلاصېدو ته په غبرګون کې ویلي چې ټولنه، کورنۍ او ټولې نجونې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کوي. اغلې بار زیاته کړې چې د نجونو زده کړې یو افغاني ارزښت دی.

XS
SM
MD
LG