د لاس رسي وړ اتصالات

بامیان؛ جنازه کې له ګډون وروسته لسګونه کسان په کرونا اخته شوي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د بامیان د سیغان په ولسوالۍ کې چارواکي وايي‌ د کرونا له کبله د یو مړ شوي کس په جنازه کې له ګډون کولو وروسته، یو شمېر کسان په کروناویروس اخته شوي دي.

څه باندې یوه اونۍ مخکې یو ۸۰ کلن سړی چې د وینې فشار او د زړه تکلیف یې لره او د کروناویروس له کبله مړ شو، د هغه د جنازې او خاورې سپارلو په مراسمو کې د ولسوالۍ لسګونو کسانو ګډون کړی و.

د بامیان د عامې روغتیا رئیس سید علي آقا ایوب ناصري امریکا غږ ته وویل: "خلکو ته یې د هغو کسانو د جنازې او خاورې سپارلو په اړه مشخصې طبي لارښوونې کړې چې د کرونا له کبله مري، خو هغوی سپارښتنو ته پام نه دی کړی او په خپله یې مړی وینځلی او ښخ کړی دی."

له همدې کبله د چارواکو په وینا اوس په دغې ولسوالۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر پام وړ زیات شوی دی.

وايي دوی په ډېر مشکل سره وتوانېدل چې د سیغان په ولسوالۍ کې ۲۲ کسان چې تازه په کروناویروس اخته شوي وو، تشخیص کړي.

دا مهال د دغې ولسوالۍ د دیمیلۀ په کلي کې د کروناویروس خپور شوی دی. د سیغان ولسوال محمد زمان بهلول امریکا غږ ته وویل: "په کروناویروس د اخته کسانو شمېر له ۱۰۰ کم نه دی او له ۳۰۰ څخه زیات نه دی، ځکه چې د دغه کلي ډېر اوسېدونکي د مړي نژدې خپلوان دي."

چارواکي وايي‌ هلې ځلې کوي‌ چې دقیق ارقام معلوم کړي چې له دغې جنازې وروسته څومره کسان د سیغان په ولسوالۍ کې په کروناویروس اخته شوي‌ دي.

ځينې هغه کسان چې په جنازه کې له ګډون وروسته په کروناویروس اخته شوي، نغواړي چې په روغتون کې بستر او درملنه یې وشي او د چارواکو په خبره په کلیو او بانډو کې آزاد ګرځي.

د بامیان د روغتیا چارواکي‌ خبرداری ورکوي که حالت کنترول نشي، ښايي په دغې ولسوالۍ او په ټول ولایت کې د کروناویرس پېښې په بیساري ډول زیاتې شي.

په همدې حال کې د سیغان ولسوالۍ یو اوسېدونکی یار محمد چې تازه په کروناویروس اخته شوی، وایي‌: "ما خپله اجازه ورکړه چې زما د کورنۍ د غړو معاینات وشي. زما په ګډون د ځینو نتیجه مثبته وه. ما ځان قرنطین کړی او مور مو چې وضعیت یې لږ ښه نه و، کابل ته واستوله."

یار محمد وايي د دوی په ولسوالۍ کې ډېر خلک د کروناویروس له خطرونو خبر نه دي او ځینې نور باور نکوي چې داسې کومه ناروغي دې وي.

دا مهال د سیغان ولسوالۍ د ۲۲ پېښو په ګډون په ټول بامیان کې ۳۴ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي‌ دي او یو کس مړ شوی دی.

کروناویروس په ټول افغانستان کې تر دې دمه ۱۲۲ تنه مړه کړي او نژدې ۴۶۸۰ کسان پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG