د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان کې د طالبانو له زندانه لسګونه کسان ازاد شوي – دفاع وزارت


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په بغلان کې د کومانډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۳۲ کسان د طالبانو له یو زندان څخه ازاد شوي دي.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ جنوري ۲۸ (سلواغه ۹) په یو بیان کې ویلي چې په ازاد شویو کسانو کې ۱۲ نظامیان او ۲۰ ملکیان شامل دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس د طالبانو دغه زندان د بغلان ولایت په ډنډ شهاب‌الدین کې موقعیت درلود.

دفاع وزارت ویلي چې په دغو عملیاتو کې درې طالبان هم نیول شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د دفاع وزارت معلومات ښيي چې په تیرو درېیو اونیو کې دا د طالبانو درېیم زندان دی چې د افغان کومانډو ځواکونو له خوا ماتېږي.

تیره ورځ دغه وزارت وویل چې د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې ۲۲ تنه د طالبانو له زندان څخه ازاد شوي دي. له دې وړاندې دفاع وزارت په هلمند ولایت کې هم د طالبانو له دوو زندانونو څخه د ۴۰ کسانو د ازادولو خبر ورکړی و.

XS
SM
MD
LG