د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي چارواکي: د امریکا په پوځي اډې د ډرون برید شنډ شوی


د اېشتل شویو بې پیلوټه الوتکو تصویرونه
د اېشتل شویو بې پیلوټه الوتکو تصویرونه

په عراق کې امنیتي‌ سرچېنې وايي بغداد ته نژدې د عراق په یوې پوځي اډې باندې‌ چې امریکايي عسکر په کې دېره دي، د ډرون د برید هڅه شنډه شوې ده.

امنیتي‌ چارواکو رویټرز خبري اژانس ته نن دوشنبه جنوري درېیمه (مرغومې۱۳) ویلي دي چې په دغې پېښې کې چاته زیان رسېدلی نه دی.

دا پېښه نن دوشنبه د بغداد نړیوال هوايي ډګر ته نژدې شوې ده.

چارواکي وايي دوه بې پیلوټه الوتکې وې، چې وېشتل شوي‌دي. لا معلومه نه ده چې دا کار د چا دی.

تر دې مخکې هم په عراق کې په امریکایي ځواکونو باندې د توغندیو او نور بریدونه شوي‌ دي. د ایران له ملاتړه برخمنې یو شمېر اورپکې ډلې ددغو بریدونو په کولو تورنې شوي دي.

پېښه داسې مهال کیږي چې ایران د خپل جنرال قاسم سلیماني دویم تلین نمانځي. هغه دوه کاله مخکې بغداد ته نژدې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې ووژل شو.

د دغه برید امر د امریکا مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ ورکړی و. سلیماني په سیمه کې د ترهګرو ډلو سره په قوي‌ اړیکو لرلو او د هغوی په تمویل تورن و، همدغه راز امریکايي چارواکو هغه تورن کړی و چې په سیمه کې په یو شمېر بریدونو کې هم لاس لري. خو ایراني‌ چارواکي‌ دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG