د لاس رسي وړ اتصالات

په سویل کې اوبه زیاتې شوي او د کوکنارو کښت کم شوی- چارواکي


د اوبو له زیات والي سره په جنوب کې د نشه يي توکو کښت کې د پام وړ کموالی راشي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د نشه يي توکو پرضد د مبارزې مسئولین وايې چې د تریاکو کښت په تېر کې له دې کبله هم کیده چې لږې اوبه غواړي او وچکالۍ د نشه يي توکو د کښت پر ډېریدو مخامخ اغېز در لود.

د زراعت اداره وايې چې سږکال وچکالي لمنځه تللې او د زراعت لپاره اوبه ډيري شوي.

په کندهار کې د نشه يي توکو پرضد د مبارزې ریس ګل محمد شکران وايې چې سږکال ممکن په هغو سیمو کې چې دولت حاکمیت دی د نشه يي توکو په کښت کې د پام وړ کموالی راشي.

ښاغلی شکران زیاتوي چې که څه هم تر اوسه پدې برخه کې رسمي سروې لا نده پيل شوې خو نا رسمي معلومات يې ښيي چې کرونده ګرو د تریاکو پر ځای په نورو ګټورو کښتونو پيل کړی.

خپله ځمکه وال د نشه يي توکو له ټولنیزو زیانونو څخه یادونه کوي او وايې چې د نشه يي توکو مخکني کرونده ګر اوس نوي کښتونه تجربه کوي.

حاجي عبدالظاهر اشنا تلویزیون ته وويل په کندهار کې له تیرو څو کالو راهیسې د اوبو د کمښت ستونزه وه خو وروستیو اورښتونو دا اندېښنې لمنځه وړي.

دی زیاته وي چې د اوبو زیات والی د نشه يي توکو د کښت پر مخ نیوي ښه اغېز لري.

بلي خوا امنیتي مقامات وايې چې سږکال به د نشه يي توکو پرضد مبارزه کې هغه کرونده ګر هم توقیف کړي چې پر خپلو ځمکو د تریاکو کښت کوي.

عمومي باور دادی چې د قانون د حاکمیت په وجه هم اوس زیاتره ځمکه والو د نشه يي توکو پر ځای بدیلو او ګټورو کښتو نو ته مخه کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG