د لاس رسي وړ اتصالات

اکشی کمار: د هند په سینما کې د مخدراتو ستونزه شته 


اکشی کمار د هند د سینما یو مشهور ستوری دی
اکشی کمار د هند د سینما یو مشهور ستوری دی

د هند د سینما یو مشهور هنرمند اکشی کمار په خپل ټویټر کې یو ویدیويي پیغام خپور کړی او ویلي دي ‌چې د هند په سینما کې د مخدراتو او نشه يي توکو ستونزه موجوده ده.

د ښاغلي کمار دا ویدیو تر دې دمه څه باندې ۲.۵ میلیون خلکو لیدلې ده.

هغه په ویدیو کې وايي: «زه څنګه کولی شم چې لاس پر سینه کېږدم او تاسو ته درواغ ووایم چې د هند د فلم جوړولو په صنعت کې د مخدره موادو مشکل نشته.»

د هند د بالیووډ سینما دغه ۵۳ کلن ستوري ویلي دي چې په ټولو صنعتونو کې دا ستونزه شته خو په خبره یې دا په دې معنی نه ده چې د هند د سینما د صنعت ټول کارکوونکي په کې دخیل دي.

د جون په میاشت کې د هند یو فلمي ستوری سوشانت سینګ راجپوت مړ شو او د هغه له مرګ وروسته د هند حکومت د دغه هېواد د سینما په صنعت کې د نشه یي‌ توکو د استعمال په اړه پلټنې پیل کړې.

د هند د فدرال حکومت په دې اړه هم پلټنې کوي چې ایا د سوشانت سنګ مرګ کومه غیر قانوني اړیکه هم لري که نه.

د هندي امنیتي ‌چارواکو تر دې دمه له ځینو مشهورو فلمي څېرو لکه دپیکا پدوکون، شردها کپور او ساراعلي خان څخه په دې اړه پوښتنې کړي.

د هند دمخدره موادو د کنترول ادارې تېره میاشت د سوشانت سنګ ملګرې، ریا چکربورتي،‌ چې په خپله هم د فلم لوبغاړې ده، د مخدره موادو د اکمال په تور ونیوله.

د سوشانت سنګ راجپوت کورنۍ چکربورتي د خپل زوی د شتمنۍ په غلاو او د هغه په ځورولو تورنه کړې ده، خو هغې دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG