د لاس رسي وړ اتصالات

د راجپوت مړینه؛ د هند په سینما کې د مخدراتو د استعمال په اړه پلټنې


د جون په میاشت کې د بالیووډ سینما د هنرمند سوشانت سینګ راجپوت د ناڅاپي مړینې وروسته، هندي مقاماتو د هغه هیواد د سینما د هنرمندانو او کارکوونکو په منځ کې د مخدره توکیو د استعمال په اړه پلټنې پیل کړي دي.

پدې وروستیو کې د هند د مخدره توکیو د کنترول د ادارې له خوا دپیکا پدوکون، شردها کپور او سارا علی خان څخه پوښتنې شوې دي. دغو دریو ښځینه سینمایي لوبغاړو تر اوسه د دغو پوښتنو په اړه معلومات ندي وړاندې کړي.

د هند د مخدره توکیو د کنترول اداره غواړي پوه شي چې آیا د بالیووډ او مخدره توکیو د تجارت ترمنځ اړیکه شته او که نه.

دغې ادارې د روانې اونۍ په ترڅ کې د فلم جوړونکو او کالیو د ډیزاینرانو په ګډون د هند د سینما یو شمیر نور منسوبین هم په ممبۍ کې پوښتلي دي.

دا پداسې حال کې دي چې د کروناویروس وبا د هند د سینما د ۲.۵۹ میلیارد ډالرو صنعت سخت ځپلی دی.

د پولیسو د ابتدایي رپوټونو له مخې د راجپوت مړینه یوه حادثه وه، خو محلي رسنیو هغه ځان وژنه ګڼلې ده.

د هند فدرال پولیس اوس پلټنې کوي چې آیا ددغه هنرمند مړینه له کوم غیر قانوني کار سره هم اړیکه لري او که نه.

د هند د مخدرو توکیو د کنترول ادارې د سپتمبر په اتمه د راجپوت ملګرې ریا چکربورتي، چې هغه هم د بالیووډ هنرمنده ده د مخدره توکیو د اکمالاتو په ډله کې د لاس لرلو په تور ونیوله.

میرمن چکربورتي چې اوس بندي ده پر هغې لګول شوی تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG