د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د مخدره موادو په وجې د مړینو نوی ریکارډ


هره ورځ په متحده ایالاتو کې ۱۴۲ امریکایان د مخدره توکیو نه د زیاتې استفادې په وجه مري
هره ورځ په متحده ایالاتو کې ۱۴۲ امریکایان د مخدره توکیو نه د زیاتې استفادې په وجه مري

لوړپوړي امریکایي مقامات وایي د امریکا په متحده ایالاتو کې د مخدره موادو نه د زیاتې استفادې په وجه د مړینو کچه بیسارې ده.

د امریکا لوی څارنوال جف سشنس، ویلي چې په ٢٠١٦ میلادي کال کې شاوخوا ۶۵۰۰۰ تنه په متحده ایالاتو کې د حده زیاتو مخدره توکیو د کارولو په وجه مړه شوي دي. دغه شمیره د ٢٠١٥ کال د مخدره توکیو د مړینو په پرتله په سلو ٢١ زیاته ده.

د روږدیتوب او مخدره توکیو د بحران سره د مبارزې نوي ایجاد شوي کمیسیون تیره میاشت اعلان وکړ چې هره ورځ په متحده ایالاتو کې ۱۴۲ امریکایان د مخدره توکیو نه د زیاتې استفادې په وجه مري.

د روغتیایي ملي احصایې د مرکز د شمیرو له مخې په ٢٠١٦ کال کې ۶۴۰۷۰تنه د زیاتو مخدره توکیو د استعمال په وجه ځانونه بایللي وو په داسې حال کې چې یو کال دمخه تر هغې په ٢٠١٥ کې دغه شمیره ۵۲۸۹۸ تنه وه چې په ورته دلیل مړه شوي وو.

د امریکا د لوی څارنوال په وینا په هیواد کې د زیاتو مخدره موادو نه د استفادې په وجه مړینې بیساري دي او "دا بحران ورځ په ورځ په پراخیدو دی"، ځکه د هغه په وینا هره ورځ پنځه زره امریکایان د درد د رملو نه ناوړه گټه اخلي.

په متحده ایالاتو کې د هیروئین او فنتانیل، مصنوعي مخدره مواد د زیاتو مړینو عامل دي او په ٢٠١٦ کال کې څه دپاسه ۳۳۰۰۰ امریکایان ددې ډول موادو د مصرفولو په خاطر مړه شوي دي. دا اندازه د تیرو ٢٠ کالو په پرتله څلور برابره ده.
ښاغلي سشنس ویلي دي چې د هغو امریکایانو شمیر چې د مخدره توکیو د زیات استعمال په وجه مړه شوي د هغو کسانو نه زیات دی چې په ترافیکي پیښو او د ایډز ناروغۍ په وجه تلف شوي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو لوی څارنوال ویلي چې د پنځوس کالو عمر لاندې امریکایانو په منځ کې د مړینې له عواملو څخه یو یې د مخدره توکیو زیات استعمال دی.

ښاغلي سشنس ویلي چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د خپلو انتخاباتي مبارزو په ترڅ کې ژمنه کړې وه چې چې د هغه تر مشرۍ لاندې اداره به په امریکا د مخدره توکیو د استعمال کړکیچ حل کړي.

XS
SM
MD
LG