د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: واورو لارې بندې کړې او اړمنو افغانانو ته مرستې نه شي رسېدای


ملګري ملتونه وايي له تېرو څو ورځو راهېسې د یو شمېر ولایتونو او ولسوالیو لارې بندې دي
ملګري ملتونه وايي له تېرو څو ورځو راهېسې د یو شمېر ولایتونو او ولسوالیو لارې بندې دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو تنظیمونکې څانګه (اوچا) وايي چې په افغانستان کې د سختو واورو ورېدو له کبله لارې بندې شوې او په یو شمېر ولایتونو کې اړمنو افغانانو ته د بشري‌ مرستو د رسولو لړۍ ټکنۍ شوې ده.

دغې ادارې نن دوشنبه جنوري ۱۷ (مرغومې۲۷) وویل چې له څو ورځو راهېسې د واورو ورېدو له کبله یو شمېر ولسوالیو ته د ورتلو لارې بندې شوې دي.

ملګري ملتونه وايي چې د لارو بندېدو له کبله یې کارکوونکي نه دي توانېدلي چې یو شمېر سیمو ته بشري مرستې ورسوي. وايي په دې وروستیو کې د خوست او پکتیا ولایتونو لویې لارې بندې شوې دي.

په همدې حال کې له تېرې ورځې راهېسې په کابل او یو شمېر نورو سیمو کې د واورو او باران ورېدل بیا پیل شوې دي.

په افغانستان کې د طالبان د حکومت د هوا پېژندنې اداره وايي چې د سالنګونو په ګډون به په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، غور، ارزګان، دایکندي، بامیان، زابل، غزني، میدان وردګاو بدخشانکې ډېرې واورې وشي.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې د بامیان – کابل او غور – کابل لویې لارې هم بندې شوې او د خلاصولو هڅې یې پیل شوي‌ دي.

واورو او بارانونو داسې مهال د بشري مرستو لړۍ ټکنۍ کړې ده چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی که په وخت سره اړمنو ته مرستې ونه رسول شي، ښايي د افغانستان ۹۷سلنه خلک له روان بشري وضعیت څخه بد اغیزمن شي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲ کې له اړمنو افغانانو سره د ۴.۴ میلیارد ډالرو د مرستو ټولولو غږ وکړ. وايي دا اندازه پېسې افغانستان سره د تېر کال د بشري‌مرستو درې برابره ده.

XS
SM
MD
LG