د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان د اقتصاد پاشل کېدو د مخنیوي غوښتنه کړې


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتیرش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتیرش

د ملګرو ملتونو سرمنشي یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د افغانستان د بشري بحران او اقتصادي نظام پاشل کېدو د مخنیوي لپاره باید د دغه هیواد له خلکو سره مرستې ته دوام ورکړي.

انتونیوګوتیرش د تیرې جمعې په ورځ جنورۍ ۱۵(مرغومې ۲۵) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د نړیوالې ټولنې له مرستې پرته به، په افغانستان کې هر نارینه، ښځه او ماشوم له سخت فقر او لوږې سره مخ شي.

ښاغلي ګوتیرش زیاته کړې: "موږ باید سر له همدا اوسه د اقتصاد د پاشل کېدو د مخنیوي لپاره او د میلیونونو افغانانو د زیات رنځېدو د مخنیوي لپاره لاس پکار شو."

دا په داسې حال کيده چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته دغه هیواد له اقتصادي ستونزو سره مخ شوی او د نړیوالو بشري سازمانونو د راپورنو په اساس په دغه هیواد کې میلیونونه کسان د لوږې او قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.

د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان شاوخوا ۱۰میلیارده ډالر پانګه کنګل کړل او د طالبانو لاس رسی یې ورته بند کړ چې له امله یې د دغه هیواد اقتصادي وضعیت نور هم نازک کړ.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې د افغانستان خلک به د سخت ژمې په رارسېدو سره له لوږې او قحطۍ سره لاس او ګرېوان وي.یاد سازمان ویلي و که چیري له دغه هیواد سره مرسته ونشي د افغانستان ۹۷سلنه وګړي به له اوسني اقتصادي وضعیت څخه اغېزمن شي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)په دې وروستیو کې ویلي چې څه باندې ۲۴ میلیونه افغانان غدايي مصؤنیت نلري او څه باندې ۹۰ سلنه افغانان غذايي مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کیده چې دوې ورځې مخکې انتوني ګوتېرش د هغو اصولو او مقرراتو د تعلیق او ځنډولو غوښتنه هم وکړه چې په افغانستان کې د پېسو د کارولو مخه نیسي.

ښاغلي ګوتېرش د روانې جنورۍ میاشتې پر۱۳مه په نیویارک کې په دې اړه خبریالانو ته وویل: "نړیوالې بسپنې [تمویل] ته باید اجازه ورکړل شي چې د عامه برخې د کارکوونکو معاشونه ورکړي او د افغان بنسټونو سره مرسته وکړي چې روغتیايي، تعلیمي او نور حیاتي خدمتونه وړاندې کړي."

د رویټرز خبري‌ اژانس د ښاغلي ‌ګوتېرش له خولې لیکلي دي: "د افغانستان د مرکزي‌ بانک فعالیت باید وساتل شي او د افغانستان د بهرنیو زیرمه شویو اسعارو مشروط پرېښودو لپاره دې یوه لاره په ګوته شي."

XS
SM
MD
LG