د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته د بشري قوې استولو په اړه د عمران خان څرګندونو ته غبرګونونه


افغانستان ته د بشري قوې د احتمالي استولو په اړه د پاکستان د صداعظم عمران خان څرګندونو ته د افغانستان یو شمېر پخوانیو چارواکو او سیاستوالو غبرګون ښودلی او هغه د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره مداخله بللې ده.

د صدراعظم دفتر لیکلي چې ښاغلي خان امر کړی چې په افغانستان کې د بشري بحران د هواري په هدف دې یاد هیواد ته د طب، معلوماتي ټکنالوژۍ، حسابدارۍ او مالیې برخو کې په شرایطو برابر تعلیم یافته مسلکي کسان واستوي او په دې برخه کې دې له خپل دوست ګاونډي هیواد سره همکاري وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني مرستیال امرالله صالح ویلي چې د افغانستان په ادارو کې د پاکستاني کار کوونکو ګمارل په «نیمه مستقیم ډول دافغانستان د اشغال» په معنی دي.

ښاغلي صالح پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي د طالبانو نظامیان چې د افغانستان د ملکي کار کوونکو سره وجه مشترکه نلري د دې لامل کیږي چې د افغانستان په نیمه فلج ادارو کې ستونزې نورې هم پراخې شي."

هغه زیاته کړې:"د اوس لپاره د وسله وال ملي ځواک خلا د آی اېس ای تر ملاتړ لاندې په ملېشو او د فکرونو د تېښتې خلا په پاکستانیو مامورنیو ډکوي."

پخواني ولسمشر حامد کرزي افغانستان ته د پاکستانیانو په ګډون د بهرنیو مسلکي کار کوونکو د استولو په اړه د عمران خان د وړاندیز قدرداني کړې، خو ویلي یې دي چې «هغوی ته هیڅ ډول اړتیا نه لیدل کیږي.»ځکه افغانستان تعلیم یافته، تکړه مسلکي متخصیصین لري.

ښاغلي کرزي له طالبانو څخه غوښتي چې هیواد ته د افغان کادرونو او متخصیصینو بیرته راګرځېدو او هم په کور دننه ځوانانو کاري فرصتونه برابره کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې ناهید فرید هم نن شنبه جنورۍ ۱۵(مرغومې ۲۵) پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د پاکستان مداخله د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د افغانستان د اشغال لامل شو.

اغلې فرید زیاته کړې: "د پاکستان د مداخلو لړۍ افغانستان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د سقوط تر سرحده ورسوی، یوه ښکاره بېلګه یې د عمران خان د نن ورځې څرګندونې دي چې غواړي د افغان وکړو پر ازادۍ تسلط وکړي او پر ځای یې پاکستانيان ځای ونیسي."

د افغانستان د پارلمان دغه پخوانۍ غړي همدارنګه ویلي چې نړۍ باید د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان پر لاسوهنو سترګې پټې نکړي.هغې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې باید د افغانستان له خلکو سره د پاکستان د دغه ښکاره اشغال په ایستلو کې مرسته وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني عمومي رئیس رحمت الله نبیل هم د پاکستان د صدراعظم څرګندونو ته غبرګون ښودلی او د طالبانو پر رهبرۍ یې سخت انتقاد کړی دی.

ښاغلي نبیل پر خپل فیسبوک پاڼه طالبانو ته خطاب کې ویلي که چیري هغوی ځانونه د احمدشاه ابدالي او میرویس خان نیکه وارثان بولي،خو د حکومتولۍ د پر مخ وړلو لپاره د افغانانو له دښمن پنجاب څخه مرسته غواړي. په داسې حال کې چې خپل هیوادوال وژني او د هیواد پرېښودو ته یې اړ کوی.

پر همدې مهال د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل هم افغانستان ته د مسلکي کاري قوې په اړه دعمران څرګندونې تحریک کونکي بللي دي.

ښاغلي امرخېل پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې تعلیم یافته او تجربه لرونکي کادرونه لري او له طالبانو څخه یې غوښتي چې د اړتیا پر مهال له هغوی څخه استفاده وکړي.

ښاغلي امرخېل زیاته کړې چې په دې اقدام سره د افغانستان د ځوانې کاري قوې د فرار مخنیوی کیږي او طالبانو حکومت ته د خلکو امیدواري زیاتیږي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر دا مهاله د عمران څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو یوه ویاند یې انعام الله سمنګاني پر خپل ټویټر پاڼه په غیر مستقیم ډول ویلي چې دغه خبر د رسنیو لخوا تحریف شوی دی.

ښاغلي سمنګاني زیاته کړې:"لسګونو رسنیو اړیکه ونیول چې د عمران خان ددې څرګندونو په اړه ستاسو نظر څه دی؟ورته ومې ویل چې ولاړشی په دې اړه د یو رسمي ادرس سند راوړی چې عمران خان داسې څه ویلي وي،تر دا مهاله ټوله ورک دي، حقیقت دادی چې عمران خان له هیوادونو څخه غوښتي چې له افغانانو سره مرسته وکړي."

دا په داسې حال کیده چې وړمه ورځ امریکايي رسنۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې پخپل راپور کې ویلي و چې د طالبانو حکومت د مسلکي کارکوونکو او بشري ځواک له کموالي سره مخامخ دي ‌او په پاکستان کې یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

نیویارک ټایمز ویلي چې د طالبانو په حکومتي ادارو کې تر ډېره هغه جنګیالي او افراد ګمارل کیږي‌ چې په پاکستان کې ارام ژوند لري، خو مسلکي مهارتونه نلري.

نیویارک ټایمز وايي‌ اوس طالبانو د دغو ستونزو د حل لپاره پاکستان ته مراجعه کړې ده او غواړي د هغو پخوانیو طالب جنګیالیو څخه په دې برخه کې ګټه واخلي چې له لسیزو راهېسې په هغه هېواد کې ژوند کوي.‌

دا هغه پخواني طالب جنګیالي دي چې د راپور په اساس پاکستان یې تل په خپلې خاورې کې د موجودیت خبره رد کړې ده.

راپور وايي طالبان چې کوم «ملایان» په دندو ګماري، په دوی کې یې اکثریت د پاکستان د «حقاني‌ دارالعلوم» څخه فارغ شوي‌ دي.‌

دغه ورځپاڼې د مثال په ډول د طالبانو د تیر رژيم د دفاع وزارت یوه پخواني کار کوونکي ته اشاره کړې ده چې د تیرو ۲۰ کلونو راپدېخوا یې په پاکستان کې نانوايي کوله، خو اوس مهال د پولیس ترافیکو عمومي رئیس ټاکل شوی دی.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دغه ادعا رد کړې ده او زیاته کړې ده چې د هیڅ هیواد متخصصین افغانستان ته نه دي راغلي.

هغه زیاته کړې:"موږ په افغانستان کې په کافي اندازه متخصصین لرو په ځانګړي ډول ځوانان چې تحصیل یې کړی دی په هره برخه کې رسېدلي دي او له هغوی څخه ښه استفاده کیږي."

XS
SM
MD
LG