د لاس رسي وړ اتصالات

د عمران خان د نیولو عملیاتو کې د پولیسو او د هغه د پلویانو ترمنځ تاوتریخوالی شوی


د راپورنو له مخې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د نیولو پر مهال د پولیسو او د هغه د پلویانو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شوی دی.

د اسوشېټیډ پرس خبري آژانس د راپور له مخې پاکستاني پولیسو د تېرې ورځې راپدېخوا د عمران خان د نیولو په هدف د لاهور په «زمان پارک» کې د هغه کور او شاوخوا سیمه محاصره کړې ده.

ویل کیږي چې د پاکستاني پولیسو او عمران خان د پلویانو ترمنځ تاوتریخوالی دوهمې ورځې ته غځېدلی چې لا هم روان دی. د راپور له مخې په لاهور کې د پولیسو لخوا د عمران خان د نیولو عملیات د هغه د پلویانو له غبرګون سره مخ شوي او پولیسو ته یې لاس اچولی او پر هغوی یې د ډبرو وارونه کړي دي.

د راپور له مخې پاکستاني پولیسو د عمران د پلویانو د تیت پرک کولو لپاره پر هغوی اوښلوونکی ګاز پاشلی دی.

اسوشېټیډ پرس خبري اژانس ویلي چې په دغه تاوتریخوالي کې تر دا مهاله ګڼ شمېر پاکستاني پولیس او د عمران ۳۵ پلویان ټپیان شوي دي. پاکستاني پولیسو د خان د نیولو په هدف سیمې ته اضافي ځواکونه استولي دي.

عمران خان نن د چهارشنبې په سهار له خپل کور بهر د خپلو پلویانو سره چې کرۍ شپه یې د پاکستاني پولیسو له اوښکې بهونکې ګاز سره مقابله کړې وه لیدلي دي. د اسوشېټیډ پرس د راپور په اساس عمران خان له خپلو پلویانو سره لیدنه کې ویلي چې چمتو دی د خپلې نیونې په اړه د مارچ پر ۱۸مه اسلام اباد ته ولاړ شي، خو وايي چې دغه غوښتنه یې د پولیسو لخوا نه ده منل شوې.

په راپور کې ویل شوي چې د پاکستان په نورو سترو ښارونو اسلام اباد، کراچۍ، راولپنډۍ، پېښور، کویټه او ځینو نورو ښارونو کې هم د عمران خان د پلویانو او پولیسو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني پولیسو د روانې مارچې پر پنځمه (کب ۱۴) هم دپاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د نیولو ناکامه هڅه کړې وه. د اسلام اباد پولیسو هغه مهال ویلي: "عمران خان تسلیمیدو ته لیوال ندی - د پولیسو مشر د هغه خونې ته تللی و، خو عمران خان هلته نه و."

د عمران خان د نیولو امر وروسته له هغه صادر شو چې هغه د فبرورۍ په ۲۸ مه د فساد په قضیه کې محکمې ته حاضر نه شو. ښاغلی خان په دې تورن دی چې په خپلې واکمنۍ کې ترلاسه شوي ډالۍ او د ترلاسه شویو ډالیو د پلور څخه ترلاسه شوې ګټې یې ندي رپوټ کړي.

د قانون له مخې حکومتي چارواکي باید ټولې رسمي ډالۍ اعلان کړي، خو اجازه لري چې د یو ټاکلي ارزښت څخه ټیټې ډالۍ د ځان لپاره وساتي.

خان، چې تیر کال د یو لاریون په ترڅ کې په ډزو ولګید او ژوبل شو، هڅه یې کړې چې په پارلمان کې د عدم اعتماد د رای وروسته ددې هیواد سیاست ګډوډ کړي.

هغه د اعتراضونو له لارې پر حکومت فشار راوړي چې د اکتوبر تر میاشتې پورې د وخت دمخه انتخابات وکړي.

XS
SM
MD
LG