د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني سیاستوالو ته د ورکړل شویو ډالیو «خزانه» ښکاره شوه 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وايي چې په تېرو څو لسیزو کې پاکستاني سیاستوالو او حکومتي مقاماتو د بهرنیانو له لوري څه باندې ۱۵۰ قیمتي رولکس ساعتونه، د مرمیو ضد موټرونه او د سرو زرو یو تاج د ډالیو او تحفو په توګه ترلاسه کړي‌ دي.

پاکستان چې شاوخوا ۲۲۰ میلیون نفوس لري له اقتصادي پلوه کړیږي او د توکو قیمتونه او ورځني لګښتونه هم په کې لوړ شوي‌ دي، مګر نوي خپاره شوي اسناد ښيي چې د دغه هېواد اشراف حکومتي مقامات او سیاستوال لوکس او ډېر قیمت بها وسایل لري.

په پاکستان کې د «توشه خانه» په نوم یوه «خزانه» ده، چې سیاستوالو او حکومتي مقاماتو ته ډالۍ کېدونکي سوغاتونه په کې ساتل کېږي. د دغې خزانې د اصولو په اساس سیاستوال یوازې هغه رسمي ډالۍ ځان ته اخیستلای شي چې قیمت یې ډېر نه وي او که یې قیمت ډېر و او سیاستوالو او مقاماتو غوښتل چې وایي اخلي، باید حکومت ته یې د پام وړ قیمت ورکړي.

په نویو خپاره شویو اسنادو کې د ټولو هغو سیاستوالو او مقاماتو نومونه راغلي چې د ۲۰۰۲ څخه نیولې تر دا مهال پورې یې د «توشه خانې» څخه یې ډالۍ ترلاسه کړي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیره مریم اورنګزیب وايي چې حکومت به په دې اړه نوي‌ محدودیتونه ولګوي چې مقامات ونشي کولای تر ۳۰۰ ډالرو ورپورته قیمتي سوغاتونه له ځان سره وساتي.

په ډېرو هېوادونو کې سیاستوال او مقامات یو بل ته د فرهنګي او کلتوري سمبول په توګه ډالۍ ورکوي، چې افرادو ته ځانګړې نه وې.

د اسنادو په اساس، د پاکستان پخواني دکتاتور ولسمشر پرویز مشرف، چې تېره میاشت مړ شو، د مرواریدو یوه غاړکۍ [ګردنبند]، چې هغه وخت شاوخوا ۲۵۰ ډالر قیمت درلوده، اخیستې وه او ۷۵۰ پاکستانۍ کلدارې یې ورکړې وې.

همدغه راز د پاکستان بل پخواني ولسمشر اصف علي زرداري ته، چې د پخوانۍ صدر اعظمې بينظیر بوټو مېړه دی، د خپلې ښځې له مړینې دوه کاله وروسته د مرمیو ضد درې «ټیوټا اس یو وي او بي ام ډبلیو» موټرونه ډالۍ شوي دي.

د اسنادو په اساس د دغو موټرونو قیمت ۱.۶ میلیون ډالر و خو زرداري یوازې ۲۴۰زره ډالر ورکړي او دا موټرونه یې ځان سره ساتلي وو.

د پاکستان بل پخواني صدراعظم شوکت عزیز په ۲۰۰۵ کې د سرو زرو یو تاج،‌ چې قیمت یې هغه وخت ۵۰۰ ډالر و، په کمه بیه اخیستی اوله ځان سره ساتلی دی.

په لست کې د لسګونو نورو پاکستاني سیاستوالو او مقاماتو د نومونو تر څنګ د پاکستان د مخکني صدراعظم عمران خان نوم هم لیدل کېږي.

عمران خان په ۲۰۱۸ کې د رولیکس یو ساعت،‌ چې قیمت یې شاوخو ۳۲زره ډالر و، په ۶۰۰۰ ډالرو اخیستی دی. اسناد وايي چې د عمران خان شخصي ډاکټر، مطبوعاتي مسئول او یو عرب ترجمان هم د اسلام اباد له «توشه خانې» څخه د رولیکس ساعتونه پیرودلي دي.

د رولیکس قیمت بها ساعتونه په سویس کې جوړ او تولید کېږي او ډېر شتمن او مالدار خلک یې پیري او په لاس کوي.

د «توشه خانه» په اسنادو کې نه دي‌ ویل شوي چې کومو بهرنیو مشرانو او هېوادونو پاکستاني سیاستوالو ته دا ډالۍ ورکړي دي.

دا اسناد داسې مهال خپرېږي چې د پاکستان مخکنی صدراعظم عمران خان له یو لړ تورونو سره مخامخ دی چې هغه ته د ورکړل شویو ډالیو او د دغو ډالیو په پلورلو سره یې د ګټې وټې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د فرانس پرس اژانس وايي چې عمران خان د واک ترلاسه کولو څخه مخکې په پاکستان کې د فساد سره د قوي مبارزې ژمنې کړې وې، خو له واک څخه له لېرې کېدو وروسته اوس په خپله د فساد له تورونو سره مخامخ دی.

د شفافیت د نړیوالې ادارې د ۲۰۲۲ کال د راپور په اساس، پاکستان د ۱۸۰ حکومتونو په منځ کې ۱۴۰م فاسد هېواد دی.

XS
SM
MD
LG